د سېول انجنیرۍ ډیپارټمنټ د مهندسۍ لومړنۍ سیالي جوړه کړه

د کاردان پوهنتون د سېول انجنیري ډیپارټمنټ په‌لومړي ځل د دې څانګې د محصلینو ترمنځ د ۱۳۹۹ کال د سلواغې میاشتې په ۷مه، د مهندسۍ سیالي جوړه کړه.

په دې سیالۍ کې محصلینو یوه بشپړه بسته چې د یوې دوه پوړیزې ودانۍ نقشه، ارتفاعات، مقاطع او جزییات پکې شامل وو، چمتو کړه. دا سیالي د محصلینو د علمي ظرفیتونو د لوړولو او عملي کارونو په‌موخه د دې څانګې د ۸۰ تنو محصلینو په‌ګډون جوړه شوې وه، چې په پایله کې ۱۲ پروژې د وروستۍ ارزونې له‌پاره ومنل شوې.

د دې سیالۍ ګډونوالو هڅه کوله، چې د یوې واحدې ودانۍ د طرحې لپاره د ډیزاین له لازمو پروسیجرونو څخه ګټه واخلي. د سیالۍ د اصولو له مخې ساختماني مُډلونه باید پر واقعیت ولاړ او د مهندسۍ د طراحۍ له‌مهمو لارو چارو څخه پکې ګټه اخیستل شوې وي. د دې ترڅنګ، باید د داسې داخلي جزییاتو او بېلابېلو عناصرو درلودونکي وي، چې له بهره د لید وړ نه وي.

د کاردان پوهنتون د سېول انجنیري ډیپارټمنټ استادانو رحمت الله ابراهیمي، ریاض وردګ او میر عبدالقهار رضوي د دې سیالۍ د ګډونوالو محصلینو پروژې د بشپړوالي او د انجنیرۍ د ټولو اړینو سټنډرډونو په پام کې نیولو سره وارزولې.

دریو پروژو ته د کار اصالت، عملي والي او لږ غلطیو له امله بری لیکونه هم ورکړل شول. احمد سعید دلدار او رومان هیلمن د لومړي مقام په ګټلو سره ګټونکی ټیم وپېژندل شو او تهمینه او ساجد الرحمن په ترتیب سره دویم او درېیم مقامونه خپل کړل.

دا ډول سیالي د محصلینو د علمي ظرفیت لوړولو او د هغوی د مهندسۍ او ډیزاین مهارتونو د لوړولو په برخه کې خورا مهمې ګڼل کېږي.

د دې سیالۍ ګټونکي احمد سعید دلدار وویل:« د دا ډول سیالیو جوړول له محصلینو سره مرسته کوي، چې له خپلې پوهې څخه په عملي کارونو کې ګټه واخلي او دا څرګندوي، چې کاردان پوهنتون په افغانستان کې د لوړو زده کړو د پراختیا په ځانګړي ډول د انجنیري برخه کې، اغېزناک رول لري.»

کاردان پوهنتون تل هڅه کړې، چې د دا ډول سیالیو د جوړولو له لارې د محصلینو علمي ظرفیتونه لوړ او په بېلابېلو برخو کې هغوی ته د تیوري زده کړو ترڅنګ د عملي کار آسانتیاوې برابرې کړي.

د کاردان پوهنتون د انجنیري څانګې په اړه د نورو مالوماتو لپاره:
https://kardan.edu.af/ps/Academics/bce.aspx