د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځي کلنۍ تمثیلي محکمه جوړه شوه

د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځي د روان کال د سلواغې میاشتې په ۶مه، خپله کلنۍ تمثیلي محکمه د دې پوهنځي د سرپرست رییس، داورانو، استادانو او محصلینو په‌ګډون د پروان دو څانګې تمثیلي محکمه کې جوړه کړه.

د دې تمثیلي محکمې د جوړېدو بنسټیزه موخه د حقوقو تحصیلي څانګې د محصلینو د استعدادونو وده، د عملي زده‌کړو پیاوړتیا، د عادلانه محکمو له‌اصولو سره بلدتیا او د قضايي مهارتونو ترلاسه کول وو.

د کاردان پوهنتون تمثیلي محکمه د پروګرام له لارښوونو سره سم، داسې تنظیم شوې وه چې د پسرلني سمستر په‌جریان کې لېواله محصلین تر شفاهي ارزونې وروسته، د تمثیلي محکمې د کمېټې له‌خوا غوره شول، چې په ترڅ کې یو ټیم د ورځې او بل ټیم د شپې له محصلینو جوړ شو.

دواړو ټیمونو د لارښود استاد په لارښوونې د یوې فرضي قضیې له مخې خپل کار پیل کړ. د هر ټیم غړي په قضايي پلاوي، څارنوال، مدافع وکیل، منشي، تورن، شاهدانو او نورو اړینو نقشونو باندې ووېشل شول او په خپلواکه توګه یې دعوا او دفاعیه جوړه کړه. دواړو ټیمونو د کال په جریان کې په جلا ډول څو ځله تمثیلي محکمه جوړه کړه او وروستي پړاو ته چمتو شول.

د ۱۳۹۹ کال له‌پاره د کاردان پوهنتون د کلنۍ تمثیلي محکمې په وروستي پړاو کې د ژوري پلاوي تر ارزونې وروسته چې په ترکیب کې قضاوتیار محمد ادریس همت، څارنوال عبدالبصیر وصال او نجلا راحل شامل وو په لاندې ډول اعلان شوه:
ګټونکې ډله: د شپې محصلینو ټیم
غوره قاضي: عبدالله امیني
غوره څارنوال: فرشته ناصري
غوره مدافع وکیل: صدیق الله ابراهیمي
د محکمې غوره منشي: بي بي اسما امیني

د یادونې وړ ده چې ګټونکي ټیم، غوره محصلینو او نورو تمثیل کوونکو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول. د پروګرام په پای کې، د ژوري پلاوي غړیو د محکمې په تړاو خبرې وکړې او هغه یې په ټوله کې مثبته وبلله، زیاته یې کړه چې تمثیل کوونکي محصلین له عملي او نظري پوهې څخه برخمن دي او دوی وکړای شول چې په ښه ډول خپل مهارتونه نندارې ته وړاندې کړي.

دا محکمه په داسې حال کې ترسره شوه چې د کُرونا وبا ننګونو د لوړو زده کړو بهیر له ګڼو ستونزو سره مخ کړی، خو دا تمثیلي محکمه د محصلینو د ډېرې لېوالتیا، د هغوی د ظرفیتونو لوړولو ته د کاردان پوهنتون د ژمنتیا او محصلینو ته د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي کار فرصت د برابرېدو په موخه جوړه شوې وه.

د کاردان پوهنتون کلنۍ تمثیلي محکمه یو رقابتي پروګرام دی، چې هر کال د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځي د محصلینو لخوا جوړېږي. دا تمثیلي محکمه د لومړي ځل له‌پاره په ۱۳۹۸ کال کې د کاردان پوهنتون د کنفرانسونو په‌تالار کې جوړه شوې وه.

د کاردان پوهنتون د حقوقو پروګرام په‌تړاو د نورو مالوماتو له‌پاره لاندې لینک ته‌مراجعه وکړئ: https://kardan.edu.af/ps/Academics/llb.aspx