د کاردان پوهنتون سیسکو لابراتوار د روټینګ او سویچینګ په اړه رونیز پروګرام جوړ کړ

د کاردان پوهنتون د سیسکو لابراتوار د (Routing & Switching) په اړه د بېلابېلو پوهنتونونو محصلینو ته اوږد مهاله څلور میاشتنی روزنیز پروګرام جوړ کړ. دا روزنیز پروګرام د کاردان، کابل، باختر، رڼا، سلام او پولي تخنیک پوهنتون د محصلینو لپاره جوړ شوی و.

کاردان پوهنتون د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهدافو په ځانګړي ډول څلورم هدف: باکیفیته زده کړې، ته د رسېدو په برخه کې د خپلې ژمنتیا له مخې دا پروګرام جوړ کړی و، چې د روان ۱۳۹۹ کال د تلې په پنځمه پیل او د څلورو میاشتو لپاره یې دوام وکړ.
په دریو لومړیو میاشتو کې ۳۸ تنو محصلینو د یادې موضوع په اړه د کاردان پوهنتون په سیسکو لابراتوار کې په تیوري او عملي بڼه زده کړې وکړې. د روزنیزې دورې له پای ته رسېدو سره ۱۹ تنو محصلینو ته په بریالي ډول د طرحو او مستند جوړولو او شبکې جوړونې پروژو له امله ستاینلیکونه ورکړل شول.

د کابل پوهنتون محصله سعودیه رستم د دې روزنیز پروګرام په اړه وویل:« د کاردان پوهنتون د سیسکو لابراتوار څلور میاشتنی پروګرام د شبکې جوړونې په برخه کې خپلو موخو ته د رسېدو په برخه کې یو عالي فرصت و. زه د کاردان پوهنتون له کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ څخه مننه کوم چې هم یې خپلو محصلینو او هم یې د نورو پوهنتونو محصلینو ته د زده کړې دا فرصت برابر کړ.»

د کاردان پوهنتون یو تن محصل سحاک پېروز بیا د دې پروګرام په اړه داسې وویل:« د خوښۍ ځای دی، چې د کاردان پوهنتون د سیسکو لابراتوار له لوري جوړ شوی روزنیز سیمینار مو په بریالیتوب سره پای ته ورساوه. هغه زیاتوي، چې دا پروګرام د ښاغلي احمدالله عزیزي له لوري په مسلکي او حرفوي ډول د درک وړ مېتودنو پرمټ وړاندې شو. موږ د شبکې له بېلابېلو دستګاوو سره د کار تجربه ترلاسه کړه او دا مهارتونه به د دندې پر مهال عملي کار کې له موږ سره ډېره مرسته وکړي.»

د کاردان پوهنتون سیسکو لابراتوار د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ محصلین او هغه کسان چې د شبکې اړوند برخو کې زده کړې کوي، پر دې بریالي کوي چې د ټولګیو تیوري زده کړې په عملي ډول هم زده کړي. دا لابرتوار د روزنیزو پروګرامونو د جوړېدو ترڅنګ محصلین د CISCO سرتیفیکټ ترلاسه کولو ته چې نړیوال اعتبار لري؛ چمتو کوي.