د سولې ژورنالېزم په تړاو د مبایلي راپورونو سیالي جوړه شوه

د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم ټولنې د دې پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو ډیپارټمنټ په همکارۍ د سولې ژورنالېزم په تړاو د مبایلي راپورنو سیالۍ ګټونکي د روانې مرغومي میاشتې په ۲۴مه نېټه، وستایل. دا سیالۍ د ۱۳۹۹ کال په لړم میاشت کې د یاد ډیپارټمنټ د محصلینو ترمنځ جوړه شوې وه.

د دې سیالۍ د ګټونکو د ټاکلو اصلي معیار د مبایل ویډیو په مرسته د سولې پیغام وړاندې کول، چې همدې اصل ته په پام درې تنو برترو محصلینو لومړی، دویم او درېیم مقامونه خپل او د ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل شول.

د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو ډیپارټمنټ آمر میر محمد صدیق ذلیق وايي:« د دا ډول سیالیو جوړول د محصلینو د استعدادونو د ودې او مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا لپاره یو لازمي امر ګڼل کېږي او له همدې باید تل دا ډول پروګرامونه جوړ شي.»

په دې سیالۍ کې د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو ډیپارټمنټ اوو تنو محصلینو ګډون کړی وو، چې له ډلې یې حسینا ودود لومړی مقام خپل کړ او زهرا واحدي او فهیم احمدي په ترتیب دویم او درېیم مقامونه خپل کړل. پر دې سربېره، د یادې سیالۍ نورو ګډونوالو محصلینو ته هم ستاینلیکونه ورکړل شول.

حسینا ودود چې د دې سیالۍ لومړی مقام یې خپل کړی په دې اړه وايي:« موږ په دې سیالۍ کې له ګډون سره خپلو مسلکي مهارتونو ته پیاوړتیا ورکړه. دا یوه ډېره ښه تجربه وه، څو له دې لارې وکولای شو د سولې په اړه مطالب خلق او تولید کړو.»

د دې سیالۍ ګډونوالو محصلینو دوه اونۍ وخت درلود چې خپل تصویري راپورونه چې له دوو دقیقو کم نه وي په انفرادي ډول ترتیب او د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو ډیپارټمنټ ته یې ولېږي.

د ویلو وړ ده، چې د سولې ژورنالېزم د لومړي ځل لپاره د «جګړې او سولې مطالعاتو مرکز» د بنسټ ایښودونکي «جان ګلتونګ» له لوري په ۱۹۶۰ زیږدیز کال کې وړاندې شو. وروسته د نوموړي مډل ته د «جاک اوینچ» او«انبیل مک گولډ ریک» له لوري پراختیا ورکړل شوه.

هغوی د سولې ژورنالېزم په اړه دا پېژند وړاندې کړ: د سولې ژورنالېزم دادی چې ایډیټوران او خبریالان دا ټاکي چې د څه شي په اړه راپور ورکړي او څه ډول راپور ورکړي، ترڅو د ټولنې لپاره پراخ فرصتونه رامنځته او هغوی وکولای شي جګړې ته له تاوتریخوالي پرته ځواب ورکړي.

دغه راز، د سولې ژورنالېزم پر حقیقت راڅرخي او دا په دې مانا ده چې د جګړې د ټولو اړخونو دروغ او پټ کارونه را برسېره کوي او د جګړې ژورنالېزم بیا د منازعې د یو اړخ دروغ را برسېره کېږي او د بل اړخ د دروغو پټولو هڅه کېږي.

د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم ټولنه په ۲۰۲۰ کال کې رامنځته شوه او لومړنی رقابتي پروګرام یې د روان کال په لومړیو کې جوړ کړ. دا ټولنه تل هڅه کوي، چې له نصاب بهر د محصلینو لپاره د بېلابېلو عملي فعالیتونو آسانتیاوې برابرې او د هغوی د پوهې کچه لوړه کړي.