د بې‌وزلۍ په له‌مینځه وړلو کې د سیاست د ونډې په‌تړاو د مقالو لیکلو سیالۍ جوړېدل

د کاردان پوهنتون د محصلینو د سیاسي علومو ټولنې د بې‌وزلۍ په له‌مینځه وړلو کې د سیاست د ونډې په‌تړاو د محصلینو ترمنځ رقابتي سیالي جوړه کړه.

دا سیالي د محصلینو د ګډو درسي فعالیتونو د یوې برخې په‌توګه، د سیاسي علومو ټولنې له‌خوا په دوو پړاونو کې «د بې‌وزلۍ په له‌مینځه وړلو کې د سیاست ونډه» تر نامه لاندې د ۱۳۹۹ کال د مرغومي په ۲۱مه، کاردان سټډیو کې جوړه شوې وه.

د سیالۍ په لومړي پړاو کې ارزونې کمېټې ۱۸ مقالې ترلاسه او تر نتیجه‌ګیرۍ وروسته محصلینو په کاردان سټډیو کې سیالي وکړه. لسو تنو محصلینو د مرغومي په ۲۱مه، خپلې مقالې وړاندې کړې، چې د مقالې د محتوا، د وړاندې کوونکي پر نفس باور، د وخت مدیریت او نورو سټنډرډونو پر بنسټ یې ارزونه وشوه.

دا سیالي د کاردان پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د رییس ډاکټر احمد خالد حاتم او د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ د آمر زاهد جلالي په قدردانۍ پای ته ورسېده.

د کاردان پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ تل هڅه کوي، چې د داسې سیاليو د جوړېدو له لارې د خپلو محصلینو علمي ظرفیتونه او د پوهې کچه لوړه کړي.