کاردان پوهنتون له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د صنعت او سوداګرۍ له وزارت سره د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. دا هوکړه‌لیک د آکاډمیکو چارو په‌برخه کې د دواړو بنسټونو ترمنځ د دوو اړخیزو همکاریو د پیل له‌پاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.

دا هوکړه‌لیک د کاردان پوهنتون د اجراییه رییس ښاغلي میرویس نهضت او د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نثار احمد غوریاني ترمنځ د ۱۳۹۹ کال د لیندۍ په ۲۳مه، لاسلیک شو.

د دې هوکړه‌لیک آره موخه د افغانستان له سکټوري وزارتونو سره د کاردان پوهنتون د همکاریو پیاوړتیا ده. د دې هوکړې پر بنسټ به کاردان پوهنتون په افغانستان کې د نویو سوداګریو(سټارټ‌اپ) د پیل، ودې او پراختیا په‌برخه کې له یاد وزارت سره همکاري وکړي. د دې ترڅنګ به دا پوهنتون له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره د ګډو څېړنو په‌ترسره کولو کې همکار وي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت به بیا د دې هوکړې له‌مخې د کاردان پوهنتون د محصلینو له‌پاره د ګډو سیمینارونو، ورکشاپونو، ټریننګونو او کار زده‌کړې فرصتونو د برابرولو په‌برخه کې له دې پوهنتون سره همکاري کوي.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د تجارت ادارې د لیسانس او ماسټرۍ او اقتصاد ډیپارټمنټونو په‌لرلو سره د دا ډول هوکړه‌لیکونو له‌لارې هڅه کوي، چې له بېلابېلو ملي او نړیوالو بنسټونو سره پیاوړې اړیکې رامنځ‌ته او هغو ته وده او پراختیا ورکړي.