د کاردان پوهنتون او امام بخاري دارالایتام ترمنځ د تحصیلي همکاریو پراختیا

کاردان پوهنتون د امام بخاري (رح) دارالایتام ښوونکو او زده کوونکو ته د لوړو زده کړو د آسانتیاو د برابرولو په موخه په تېرو دریو سمسټرونو کې د ۱۱،۳ میلیون افغانیو په ارزښت تحصیلي بورسیې ورکړي دي.

له همدې امله د امام بخاري (رح) دارالایتام د دې بنسټ زده کوونکو ته د وړیا تحصیلي بورسیو د ورکړې له امله د کاردان پوهنتون د بنسټ ایښودونکي او عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني د کړنو قدردانی وکړ. په همدې تړاو د ۱۳۹۸ کال د لړم میاشتې په لومړۍ نېټه د کاردان پوهنتون په پروان دو څانګه کې د یاد دارالایتام د مشر ډاکټر محمد سلیمان نثاري، ښوونکو، زده کوونکو او د کاردان پوهنتون د مشرتابه پلاوي په ګډون غونډه جوړه شوې وه.

د کاردان پوهنتون عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني دا غونډه په اصل کې د یاد دارالایتام د هغو ارزښتمنو کړنو په تړاو وبلله، چې د افغانستان د یتیمو او بې وزلو ماشومانو د ښې راتلونکې په موخه یې ترسره کوي.

ښاغلي رحماني غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل:« کاردان پوهنتون په تېرو دریو سمسټرونو کې د امام بخاري د دارالایتام له زده کوونکو او کارکوونکو سره د تحصیلي بورسیو د ورکړې له امله ۱۱،۳ میلیونه افغانۍ مرسته کړې، چې دا یو بې مخینې ګام دی او تر دې مهاله مو له بل هېڅ بنسټ سره په دې کچه مرسته نه ده کړې.»

نوموړي زیاته کړه:« له امام بخاري دارالایتام سره زموږ د مرستو هدف ښکاره دی. د افغانستان له یتیمو او بې وزلو زده کوونکو سره د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو په موخه مرسته، څو د افغانستان په تر ټولو غوره پوهنتون کې په وړیا ډول لوړې زده کړې وکړي او بېرته د ټولنې او هېواد د خدمت جوګه شي.»

ښاغلي رحماني ډاډ ورکړ، چې د یاد دارالایتام د فعالیتونو ډول او د دې بنسټ د زده کوونکو وړتیاو ته په کتو، چې په کاردان پوهنتون کې یې له ځانه ښوولي، دا مرستې به دوام ولري، څو موږ د دې سبب شو چې دوی په یو ښه ځای کې قرار ولري.

د امام بخاري دارالایتام مشر ډاکټر محمد سلیمان نثاري د دې بنسټ زده کوونکو او کارکوونکو ته د کاردان پوهنتون د وړیا تحصیلي بورسیو د ورکړې له امله ځانګړې مننه وکړه او دا پوهنتون یې د یتیمو او بې وزلو ماشومانو د ښې راتلونکې لپاره یوه هیله او امید یاد کړ.

ښاغلي نثاري وړاندې وویل:« په کاردان پوهنتون کې زموږ ۲۵ تنه استادان او زده کوونکي خپلې لوړې زده کړې پرمخ وړي، چې دا یو بې ساری ګام دی، خو بل لور د افغانستان په نورو ټولو خصوصي پوهنتونونو کې زموږ یوازې دوه تنه زده کوونکي پر لوړو زده کړو بوخت دي. د زړه له کومې له کاردان پوهنتون څخه مننه کوو.»

د غونډې په پای کې د کاردان پوهنتون عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني ته د امام بخاري دارالایتام د مشر ډاکټر محمد سلیمان نثاري له لوري له یاد بنسټ سره د شویو مرستو د قدرداني په موخه «لوح سپاس» هم ورکړل شو.

امام بخاري دارالایتام په ۱۳۹۰ کال کې د یتیمو او بې وزلو ماشومانو د لاس نیوي په موخه جوړ شوی، چې دا مهال یې په درې څانګو کې شاوخوا ۱۴۰۰ یتیم او بې سرپرسته ماشومان زده کړې کوي. دا بنسټ په پام کې لري، چې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو د روزنې او پالنې په موخه ورته بل مرکز هم جوړ کړي.

کاردان چې د افغانستان یو له غوره پوهنتونونو ګڼل کېږي، د هېواد د یتیمو او بې وزلو ماشومانو د ښې راتلونکې په موخه یې له یاد دارالایتام سره د تېرو دریو سمسټرونو په ترڅ کې بې مخینې مرسته کړې، چې تر دې مهاله له بل هېڅ بنسټ سره نه ده شوې.

دا پوهنتون په ۱۳۸۱ کال کې تاسیس شوی او د افغانستان په لوړو زده کړو وزارت کې د هېواد لومړنی ثبت شوی خصوصي پوهنتون دی. اوسمهال د هېواد د پنځو اعتبار لرونکو پوهنتون د ډلې په سر کې ځای لري، او په بېلابېلو تحصیلي څانګو کې شاوخوا ۵ زره محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي.