د کمپیوټر ساینس محصلینو ته د ګوګل په تړاو مالوماتي بهیر جوړ شو

د کاردان پوهنتون د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ د بېلابېلو سمسټرونو محصلینو ته د ګوګل په تړاو مالوماتي پروګرام جوړ شو. په دې پروګرام کې محصلینو ته د ګوګل، ګوګل ټکنالوژۍ او د ګوګل اړوند اپلیکشنونو په اړه په عملي ډول مالومات ورکړل شول.

دا پروګرام د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۲۵ مه د یاد ډیپارټمنټ د ۳۲ محصلینو په ګډون جوړ شوی و، چې ټولو ګډونوالو ته د ګوګل اړوند مسایلو عملي تدریس خورا جالب او د پام وړ وګرځېد.

په دې مالوماتي بهیر کې د ګوګل پلټنې ماشین، د ګوګل پرمختللې ټکنالوژۍ او د ګوګل اړوند اپلیکشنونو له هغې ډلې د جي مېل، GSheet، ګوګل کالیزې او د ګوګل فعالیتونو په تړاو له محصلینو سره مهم مالومات شریک شول.

د کاردان پوهنتون علمي مرستیاله مېرمن مینه رحماني وايي: «دا ډول مالوماتي پروګرامونه د محصلینو د عملي وړتیاو په لوړولو کې خورا مهم دي. زه له ټولو محصلانو غواړم، چې تل په ورته روزنیزو پروګرامونو کې ګډون وکړي او له دې لارې خپلو مهارتونو ته وده او پراختیا ورکړي.»

د کاردان پوهنتون د انجنیري او ټکنالوژي پوهنځي رییس انجنیر امیر زاده احمدزي بیا له محصلینو وغوښتل، چې د اوسني عصر تر ټولو مهم فکټور معاصرې ټکنالوژۍ او د هغې زده کړې ته پوره وخت ورکړي او په ورځنیو چارو کې په ښه ډول ګټه ترې واخلي.

دا پروګرام تر ډېره پر عملي زده کړو را څرخېده او له همدې امله د محصلینو له تاوده هرکلي سره مخ شو. هغوی په څو ټکنالوژيکي لابراتوارونو کې په عملي ډول تمرین وکړ او د ګوګل او د هغه اړوند اپلیکشنونو په تړاو یې اړین مالومات ترلاسه کړل. محصلینو هیله وښوده، چې په راتلونکي کې هم دې ته ورته پروګرامونه د هغوی د ټکنالوژيکي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه جوړ شي.

ګوګل، چې د پلټنې ماشین په نوم هم یادېږي؛ یوه امریکايي کمپنۍ ده. په ۱۹۹۶ کال کې د امریکا د سټنفورډ پوهنتون د یوې څېړنیزې پروژې پر مهال د «سرګي برین» او «لري پیج» له لوري په انټرنېټ کې د مالوماتو د پلټلو په موخه رامنځ ته شو.

اوسمهال د امازون، اپل او فېسبوک ترڅنګ د نړۍ د څلورو لویو ټکنالوژیکي او انټرنېټي کمپنیو څخه شمېرل کېږي. د ګوګل کمپنۍ د مالوماتو پر بنسټ، په هره ثانیه کې د پلټنې دا ماشین شاوخوا ۴۰ زره پوښتنې پروسس کوي، چې په ورځني ډول دا شمېره تر ۳،۵ میلیارده اوړي.