د روسیې د اورال فدرال پوهنتون تجربې د کاردان پوهنتون له محصلینو سره شریکې شوې

د کاردان پوهنتون نهو تنو محصلینو په دې وروستیو کې د روسیې اورال فدرال پوهنتون ته دوه اونیز علمي سفر درلود او هلته یې د «نوښت مدیریت» تر نامه لاندې په یو شمېر علمي او کلتوري پروګرامونو کې ګډون وکړ.

هغوی هېواد ته له بېرته راستنېدو سره سم د یو مالوماتي بهیر په ترڅ کې د کاردان پوهنتون د ټولو تحصیلي څانګو له ګڼ شمېر محصلینو سره خپلې ترلاسه شوې تجربې او مالومات شریک کړل. محصلینو د دې ډول پروګرامونو په لا اغېزمنتیا ټینګار درلود او هیله یې وښوده، چې په راتلونکي کې ټولو محصلینو ته د ورته علمي سفرونو آسانتیاوې برابرې شي.

د کاردان پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ یو تن محصل اعجاز نظام، چې په یاد سفر کې له نورو محصلینو سره مل و وایي: « لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې یو خصوصي پوهنتون په یوه روزنیز پروګرام کې د ګډون لپاره بهر ته خپل محصلین استوي. دا پروګرام تر ډېره د دواړو هېوادونو د کلتور او سوداګریزې راکړې ورکړې په تړاو و. موږ وکړای شول هلته د افغانستان یو مثبت تصویر نندارې ته وړاندې کړو، چې د ټولو ګډونوالو له تاوده هرکلي سره مخ شو.»

ښاغلی نظام زیاتوي، د کاردان پوهنتون درسي سیستم کټ مټ د اورال فدرال پوهنتون د درسي سیستم په څېر دی. دلته چې د کومو معیارونو پر بنسټ موږ ته تدریس کېږي هغه د اورال فدرال پوهنتون سره بیخي ورته و. په همدې اساس ویلی شو، چې د کاردان پوهنتون درسي سیستم د افغانستان له نورو پوهنتونونو سره خورا توپیر لري او پر نړیوالو معیارونو برابر دی.

د کاردان پوهنتون د ادارې او تجارت د ماسټري څانګې محصل زمری داودزی بیا په ټوله کې دا سفر له لاسته راوړنو ډک علمي سیر ګڼي او په وینا یې چې د سوداګرۍ اړوند د نویو فرصتونو د رامنځ ته کولو او د دواړو هېوادونو د کلتوري تجربو د تبادلې یو ښه فرصت و.

نوموړی زیاتوي: «په دې پنځلس ورځني سفر کې موږ د روسیې د کلتور، تدریسي مېتودونو، ژبې، جغرافیې او خلکو په تړاو عمومي مالومات ترلاسه او په یو شمېر مهمو علمي او کلتوري پروګرامونو کې ګډون وکړ. دغه راز، موږ د مدیریت او مشرتابه نوې لارې چارې زده او د تدریس له نویو مېتودنو سره بلد شوو.»

ښاغلي داودزي وړاندې وویل: «په څو علمي ـ کلتوري پروګرامونو کې مو د افغانستان د کلتور، اقتصادي وضعیت، تولیداتو، جغرافیې او خلکو په تړاو هم عمومي مالومات وړاندې کړل. موږ هر یوه د افغانستان د کلتور او خلکو استازولي کوله او د ملي لباسونو په اغوستلو مو نړیوالو ته د خپل هېواد د کلتور او خلکو یو مثبت تصویر وړاندې کړ.»

د ویلو وړ ده، چې یاد روزنیز پروګرام د کاردان پوهنتون د سټراټیژیکو همکاریو او نړیوالو چارو د دفتر په‌ نوښت د روان ۱۳۹۸ کال د وږي میاشتې له ۲۵ مې د تلې تر ۶ مې نېټې د روسیې له اورال فدرال پوهنتون سره په‌ ګډه همکارۍ جوړ شوی و.

کاردان پوهنتون تل هڅه کړې، چې له هېواده بهر خپلو محصلینو ته په علمي او روزنیزو پروګرامونو کې د ګډون آسانتیاوې برابرې کړي او هیله لري، چې په راتلونکي کې هم د محصلینو د لیدلوري د پراختیا او هغوی ته د مناسبو تحصیلي فرصتونو د برابرېدو په موخه دغه ‌لړۍ دوام ومومي.

اورال فدرال پوهنتون په روسیه کې د لوړو زده کړو تر ټولو پخوانی بنسټ دی. دا پوهنتون په ۱۹۲۰ زیږدیز کال کې د روسیې په یکاترینبورګ ښار کې تاسیس شوی، چې اوسمهال د مسکو او سنت پترزبورګ پوهنتونونو ترڅنګ د یاد هېواد یو له غوره پوهنتونونو څخه ګڼل کېږي. دغه راز، د نړۍ د ۸۰ هېوادونو څه باندې ۳۰ زره محصلین د یاد پوهنتون په بېلابېلو تحصیلي پروګرامونو کې پر لوړو زده کړو بوخت دي.