د اسماعیل راجي الفاروقي د سیاسي نظریو په تړاو سیمینار جوړ شو

د کاردان پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ محصلینو ته د دکتور اسماعیل راجي الفاروقي د ژوند او سیاسي افکارو په تړاو روزنیز سیمینار جوړ شو.

دا یو ورځنی سیمینار د ۱۳۹۸ کال د تلې میاشتې په ۱۸ مه د یاد ډیپارټمنټ محصلینو لپاره د پروان دو څانګې د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوی و.

د کاردان پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ آمر ښاغلي زاهد جلالي چې یاد سیمینار یې وړاندې کاوه محصلینو ته په خپلو خبرو کې وویل: «اسماعیل راجي یو مشهور فلسطیني ـ امریکايي فیلسوف او مفکر دی، چې کلونه په پوهنتون کې د فلسفې او مذاهبو د پرتلې استاد پاتې شوی او اغېزلرونکي آثار او لیکنې یې په ټوله نړۍ کې خپرې شوې دي.»

د ښاغلي جلالي په وینا، یاد سیمینار کې تر ډېره د دکتور الفاروقي د ژوند، فلسفي او سیاسي افکارو په تړاو بحث او خبرې اترې وشوې. بحث د عربیزم په اړه د ښاغلي الفاروقي له زړو نظریو را پیل او تر توحید او دا چې څنګه د نوموړي نورې نظریې په دې برخه کې ریښې لري، وغځېد. سیمینار په ټوله کې د هغه په «امتیزم» نظریه په کومه کې چې نوموړی د ملت – دولت مفکوره ردوي او د نړیوال نظم یو اسلامي ځای ناستی معرفي کوي؛ راڅرخېده او د محصلینو د پام وړ وګرځېد.

کاردان پوهنتون تل د خپلو محصلینو د لید لوري د پراختیا په موخه د بېلابېلو مسایلو په تړاو ورته روزنیز سیمینارونه جوړوي، څو له پوهنتون تر فراغت وروسته له ګڼو مهمو سیاسي، ټولینزو او اقتصادي مسایلو سره آشنا او په اړه یې بشپړ مالومات ولري.

اسماعیل راجي الفاروقي په ۱۹۲۱ زېږدیز کال کې په فلسطین کې زېږدلی او په ۱۹۸۶ کال کې یې د امریکا په متحده ایالتونو کې له دې نړۍ سترګې پټې کړي. نوموړي په فلسفه کې د دکتورا تر کچې لوړې زده کړې درلودې او د افریقا، اروپا، منځني ختیځ او سویلي او سویل ختیځې آسیا په ډېری معتبرو پوهنتونونو کې یې فلسفه او اسلامیات تدریس کړي دي.