کاردان پوهنتون د خوړو نړیواله ورځ ونمانځله

کاردان پوهنتون په لومړي ځل د خصوصي پوهنتونونو په کچه د خوړو نړیواله ورځ ونمانځله. دا پروګرام د روان ۱۳۹۸ کال د تلې میاشتې په ۲۴ مه نېټه د پوهنتون په پروان دو څانګه کې جوړ شوی و، چې د بېلابېلو تحصیلي څانګو محصلینو پکې رنګارنګ خواړه برابر کړي او نندارې ته ایښي وو.

د پروګرام ډېری خواړه سنتي افغاني خواړه وو، چې د محصلینو او فارغانو له لوري له وړاندې برابر شوي وو، او سلګونو نورو لیدونکو محصلینو او فارغانو په ډېره مېنه اخیستل.

د کاردان پوهنتون یو تن فارغ التحصیل ذبیح الله چې د خوړو په یاد نندارتون کې یې «هفت مېوه» برابره کړې وه د دې پروګرام په اړه وویل: «لومړی د دې ښکلي پروګرام د جوړېدو له امله له کاردان پوهنتون څخه مننه کوم، ما دې پروګرام ته د خرڅلاو په موخه هفت مېوه راوړې وه، چې ګډون کوونکو یې تود هرکلی وکړ او ښه عاید مې ترلاسه کړ. له کاردان پوهنتون څخه غواړم، چې تل دغسې پروګرامونه جوړ کړي.»

په دې پروګرام کې د ادارې او تجارت او اقتصاد څانګو محصلینو د خرڅلاو او مشتریانو د جذب څرنګوالي په اړه وکړای شول عملي فعالیت ولري او د خپلو تولیداتو د وړاندې کولو تجربه ترلاسه کړي.

د کاردان پوهنتون د ادارې او تجارت څانګې محصلې بصیرې کریمي، چې «شیر برنج» یې د خرڅلاو لپاره دې پروګرام ته راوړی و، د کاردان پوهنتون د دې نوښت په اړه وویل: «کاردان پوهنتون د خپلو محصلینو او فارغانو لپاره واقعا یو مناسب فرصت رامنځ ته کړ. دې پروګرام دوې ګټې درلودلې؛ یو دا چې موږ وکړای شول یو اقتصادي فعالیت ولرو او د خپل لاس پاخه شوي خواړه وپلورو، دویم دا چې د محصلینو او ګډونکو لپاره د یوې مثبتې تفریح سبب وګرځېد.»

د کاردان پوهنتون د محصلینو د مشارکت او پروګرامونو دفتر مسوول ښاغلی اجمل نبي زاده، چې یاد پروګرام یې جوړ کړی و، د محصلینو د ګډون کچې په اړه وویل:« موږ د دې ترڅنګ چې د خوړو نړیواله ورځ ونمانځله، ومو غوښتل چې د محصلینو ترمنځ یو مثبت چاپېریال رامنځ ته کړو، څو د پخلي په برخه کې د هغوی ځانګړي مهارتونه پیاوړتیا ومومي او د خپلو تولیداتو لپاره د بازار موندنې او خرڅلاو په برخه کې عملي فعالیت وکړي.»

ښاغلي نبي زاده یاته کړه، دې پروګرام ته راوړل شوي ټول خواړه د شاوخوا ۷۰۰ لیدونکو محصلینو له لوري په ښه ډول واخیستل شول او هغوی له موږ وغوښتل چې په راتلونکي کې هم دې ورته پروګرامونه جوړ کړو.

دا پروګرام د کاردان پوهنتون د محصلینو د مشارکت او پروګرامونو دفتر له لوري د سهار له ۱۰ د مازیګر تر ۵ بجو جوړ شوی و، چې شاوخوا ۸۰ تنو محصلینو د خوړو د خرڅلاو غرفو د ترلاسه کولو لپاره نوم لیکنه کړې وه. هغوی د پروګرام له پای ته رسېدو وړاندې خپل ټول خواړه وپلورل او د پام وړ ګټه یې لاسته راوړه.

د دې پروګرام په لړ کې طلوع تلوېزیون د مهمان یار خپرونه هم د ګډونوالو ترمنځ ثبت کړه.