د لوړو زده کړو په برخه کې د مېرمنو لپاره د آسانتیاو پر پراختیا ټینګار

کاردان پوهنتون، د هېواد د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د جندر څانګو درېیمه غونډه د روان ۱۳۹۸ کال د تلې په ۱۰ مه نېټه جوړه کړه.

دا غونډه، چې د شاوخوا دېرش خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د جندر برخې د استازو، د لوړو زده کړو او ښځو چارو وزارت د مسوولینو په ګډون د کاردان پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، تر ډېره د لوړو زده کړو په برخه کې د ښځو لپاره د آسانتیاو پر ودې او پراختیا او د تحصیلي مرکزونو په اړوندو فعالیتونو کې د نجونو محصلینو د ونډې پر ډېروالي، را څرخېده.

د ښځو چارو وزارت د پالیسۍ مرسیتالې مېرمن سپوږمۍ وردګ، چې د غونډې له برخه والو وه، د خپلو خبرو پرمهال یې د جندر پر فعالیتونو د ټینګار ترڅنګ هیله وښوده، چې باید د دې برخې چارې او فعالیتونه د تل په څېر د پام وړ اوسي او له ښځو د ملاتړ په برخه کې اغېزناک او ګټور تمام شي.

د کاردان پوهنتون د جندر او له فارغانو سره د اړیکو څانګې؛ مدیرې آغلې مژګان سادات یادې غونډې ته په خپلو خبرو کې څرګنده کړه: «کاردان پوهنتون تل د مېرمنو د هڅونې او هغوی ته د مناسبو تحصیلي آسانتیاو د برابرولو په برخه کې اغېزمنې هلې ځلې کړي او په راتلونکي کې به هم په پوره قوت دا هلې ځلې دوام ومومي.»

په دې غونډه کې دغه راز، د لوړو زده کړو وزارت د جندر برخې سلاکاره مېرمن نورزایي او د دې وزارت د جندر آمره ملکه قاسمي او د دېرش خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د جندر څانګې استازو برخه لرله او ټول په یوه خوله ژمن شول، چې د لوړو زده کړو په برخه کې به د مېرمنو ونډې ته پراختیا ورکوي او د هغوی د ژوند ښه والي لپاره به اړین فرصتونه رامنځ ته کوي.