د کاردان پوهنتون د مناظرې ټیم د خصوصي او دولتي پوهنتونونو ترمنځ په جوړه شوې د مناظرې سیالۍ کې لومړی مقام خپل کړ. دا سیالي د غالب پوهنتون په کوربهتوب د کاردان، ګوهرشاد، ننګرهار، کاتب او خورشید پوهنتونونو د مناظرې ټیم غړیو پهګډون د وږي میاشتې په ۲۹ مه نېټه جوړه شوې وه.
د مناظرې ټیمونو په پنځو پړاونو کې لهسیاست نیولې تر سولې او ټاکنو پورې په بېلابېلو موضوعاتو باندې بحث او خبرې اترې وکړې، چې په پایله کې دوو مخکښو ټیمونو وروستي پړاو ته لار وموندله. په وروستي پړاو کې د کاردان پوهنتون په استازيتوب دنیا کوچۍ او عصمت الله احمدزي د سیالیو اتلولي خپله او لومړی مقام یې ترلاسه کړ.
د کاردان پوهنتون د مناظرې ټیم غړي ښاغلي عصمت الله احمدزي په یادو سیالیو کې د ګډون په اړه وویل:« په مناظره کې د وخت مدیریت یو لهمهمو اړخونو څخه ګڼل کېږي، چې د کاردان پوهنتون د مناظرې ټیم د وخت مدیرت ښه وړتیا درلودله او خپلې مفکورې او نظرونه یې پهخورا ښه ډول تر حاضرینو او قضاوتکوونکو پورې ورسول. د وخت ښه مدیریت په بنسټیز ډول له مونږ سره د اتلولۍ په خپلولو کې مرسته وکړه.»
نوموړي زیاته کړه:« د کاردان پوهنتون د مناظرې ټولنه لهمونږ څخه په هر اړخیز ډول ملاتړ کوي او د مناظرې د فن مربیان د بحث او مناظرې د اصولو په تړاو اړینه روزنه همراکوي.»
د کاردان پوهنتون د مناظرې ټولنې مشر عبدالله رحمتزی وايي:« د کاردان پوهنتون مناظره کوونکي د مناظرې په تړاو زده کړو ته ډېر لېواله دي او د منطقي دلایلو پر بنسټ د بېلابېلو مسایلو په اړه بحث او مناظره کوي. دوی له یوې پیاوړې انګېزې سره د نورو لاسته راوړنو پر لور ډاډمنګامونه اخلي.»
کاردان پوهنتون خپل د مناظرې ټیم ته د یادې اتلولۍ مبارکي وايي او هیلهمند، چې په راتلونکي کې لا ډېر بریالیتوبونه ترلاسه کړي. دې پوهنتون دغهراز تل هڅه کړې، چې خپلو محصلینو ته د مناظرې غوره آسانتیاوې برابرې کړي، څو پر بنسټ یې هغوی وکولای شي خپلو علمي ظرفیتونو او مهارتونو ته وده او پراختیا ورکړي.