له څلوېښت کلونو د کم‌عمره څلوېښت غوره څېرو د پنځم پړاو ګټونکي اعلان شول

کاردان پوهنتون تر یوې رقابتي پروسې وروسته له څلوېښت کلونو د کم‌عمره څلوېښت غوره څېرو پروګرام د پنځم پړاو ګټونکي اعلان کړل.

د کاردان پوهنتون اجراییوي رییس ښاغلي میرویس نهضت په دې اړه جوړه شوې غونډه ته چې د روان کال د لړم په ۱۰مه پروان دو څانګه کې جوړه شوې وه، د دې جایزې د اهمیت او د یادو څلوېښت غوره څېرو د ټاکلو څرنګوالي په تړاو یې مالومات ورکړل.

د دې ناستې مهمه موخه د یادو څلوېښت غوره څېرو معرفي او د هغوی لاسته راوړنې، د جایزې اهمیت او د غوراوي پروسې څرنګوالی و.

ښاغلي نهضت د ناستې ګډونوالو ته وویل:« شاوخوا ۲۵۰ محصلینو او فارغانو په دې سیالۍ کې برخه اخیستې وه، چې له څو میاشتو وروسته د کاردان پوهنتون د مشرتابه، د پوهنځیو د رییسانو او د ډیپارټمنټونو د آمرینو په ګډون پنلونو ټولو ګډونوالو ته له ۱ تر ۱۰ نمرې ورکړي، چې په پایله کې تاسو څلوېښت تنو لوړې نمرې ترلاسه او د دې پړاو ګټونکي وپېژندل شوئ.»

ښاغلي نهضت ګټونکو ته په خطاب کې وویل، چې تاسو د دې ویاړ لرئ چې له یوې رڼې رقابتي پروسې وروسته ټاکل شوي يئ، او زموږ د دې پړاو بنسټیز معیار په ټولنه کې د مثبت اغېز درلودل و.

د دې جایزې یو تن ګټونکې ډاکتر مرسل عبادي په دې اړه وویل:« ویاړم، چې له څلوېښت کلونو د کم عمره څلوېښت غوره څېرو په ډله کې ټاکل شوې یم، دا د دې باعث ګرځي چې پر ځان باور مې ډېر او له وړاندې لا ډېر کوښښ وکړم، چې په ټولنه کې یو مثبت اغېز ولرم.»

کاردان پوهنتون د دا ډول پروګرامونو له لارې هڅه کوي په پوهنتون او ټولنه کې د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو د بنسټیز کېدو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي. دا د کاردان پوهنتون د محصلینو، استادانو، ټولنې او راتلونکو بریالیتوبونو لپاره خورا مهم دي.

په کاردان پوهنتون کې د تلپاتې پراختیايي چارو په اړه د نورو مالوماتو لپاره دې لینک ته ورشئ: www.kardan.edu.af/sustainability