پر ټولنه د ټکنالوژۍ د اغېزو په اړه سمپوزیم جوړ شو

د کاردان پوهنتون د انجنیري او ټکنالوژي پوهنځي پر ټولنه د ټکنالوژۍ د اغېزو په تړاو څلورم سمپوزیم جوړ کړ. دا سمپوزیم د پوهنتون د تایمني څانګې د کنفرانسونو په تالار کې د روان ۱۳۹۹ کال د لړم په ۱۴مه نېټه جوړ شوی و.

د یاد سمپوزیم د جوړېدو آره موخه، د کاردان پوهنتون د سېول انجنیرۍ او کمپیوټر ساینس د محصلینو د نوښتیزو کارونه نندارې ته وړاندې کول او په افغانستان کې د هغو کارونه ده.

د کاردان پوهنتون د سېول انجنیرۍ او کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټونو ۱۴ ټیمونو د ټینس د لوبغالي، د بره کي څلور لارې، د صفر شبکې د ودانۍ او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خپلې بېلابېلې پروژې وړاندې کړلې.

په دې سمپوزیم کې د کاردان پوهنتون د پوهنځیو رییسانو، استادانو، محصلینو او یو شمېر مېلمنو ګډون کړی و او د محصلینو طرحې او پروژې یې له نژدې ولیدې. په دې پروګرام کې ګډون د ټولو خلکو لپاره آزاد و او د نورو بېلابېلو پوهنتونونو محصلینو هم پکې برخه اخیستې وه، چې پر ټولنه د ټکنالوژۍ د اغېزو په اړه یې هر اړخیز مالومات ترلاسه کړل.

د کاردان پوهنتون د انجنیري او ټکنالوژي پوهنځي رییس دکتور امیرزاده احمدزي په دې اړه وویل:« محصلین باید پر عملي پروژو کار وکړي او خپلې زده کړې نظریې په عملي ډول کار کړي، څو پر ټولنه مثبت اغېز ولري. موږ غواړو، چې محصلین له نویو لارو چارو لکه ټکنالوژۍ او انټرنټ څخه ګټې اخیستلو ته دوام ورکړي. دا سمپوزیم هم د محصلینو د هڅونې په موخه پر رقابتي طرحو د کار کولو په موخه جوړ شوی و، چې درې مخکښ ټیمونه به نغدي جایزې هم ترلاسه کړي.»

د کاردان پوهنتون یو تن فارغ التحصیل هارون رشید صافي د خپلې پروژې په اړه وویل:« موږ په بره کي څلور لارې کې د ګڼې ګوڼې د کموالي په موخه د عملي اقداماتو لپاره په یوې پیشنهادي طرحې کار کړی دی. له دې کار سره کولای شو ګلخانه یي ګازونه، د تېلو لګښت او د خدمتونو کچه لوړه کړو.»

کاردان پوهنتون د دا ډول روزنیزو پروګرامونو د جوړېدو له لارې هڅه کوي، چې په هېواد کې د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهدافو ته د لاسرسي آسانتیاوې برابرې او له دې لارې د پوهاوي کچه هم لوړه کړي. دا د کاردان پوهنتون د محصلینو، استادانو، ټولنې او راتلونکو بریالیتوبونو او د ټایمز لوړو زده کړو بنسټ د ۲۰۲۱ کال د نړیوالې درجه بندۍ لپاره خورا مهم دي.

په کاردان پوهنتون کې د تلپاتې پراختیايي چارو په اړه د نورو مالوماتو لپاره دې لینک ته ورشئ: www.kardan.edu.af/sustainability