کاردان پوهنتون خپلو محصلینو ته د ګټورو علمي آسانتیاو د برابرولو پهلړ کې دا ځل د بېلابېلو تحصیلي څانګو ۹ تنه محصلین په یوه روزنیز پروګرام کې د ګډون پهموخه د روسیې د اورال فدرال پوهنتون ته ولېږل.
دا روزنیز پروګرام د کاردان پوهنتون د سټراټیژیکو همکاریو او نړیوالو چارو د دفتر پهنوښت د روان ۱۳۹۸ کال د وږي میاشتې له ۲۵ مې د تلې تر ۶ مې نېټې د روسیې له اورال فدرال پوهنتون سره پهګډه همکارۍ جوړېږي.
د دې علمي سفر مالي لګښت د کاردان پوهنتون لهلوري ورکول کېږي، څو محصلین وکولای شي په یاد روزنیز پروګرام کې د ګډون لهلارې ګټورې علمي لاستهراوړنې ترلاسه کړي.
د کاردان پوهنتون د ادارې او تجارت یو تن محصل مسیح الله عزیزي چې د دې پروګرام لهګډونوالو څخه دی په دې اړه وايي:« کاردان پوهنتون د دې علمي سفر د جوړېدو له امله لهموږ سره لویه مرسته کړې ده. په دې سفر کې موږ کولای شو له نورو محصلینو سره د کلتور او دغه راز د نویو علمي نظریو په اړه بحث او تبادل نظر وکړو. مننه لهکاردان پوهنتون څخه.»
پهورته مهال د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو محصل خواجه عبدالله صدیقي چې په دې علمي سفر کې برخه لري، وايي:« دا ډول سفرونه کولای شي د محصلینو د فکري ودې لپاره خورا ګټور تمام شي. کاردان پوهنتون تل هڅه کړې، چې د خپلو محصلینو لپاره تر ټولو غوره تحصیلي آسانتیاوې برابرې کړي، دا سفر له ټولګي بهر زده کړو او فعالیتونو کې د کاردان پوهنتون د هڅو یوه غوره بېلګهده.»
د اورال فدرال پوهنتون د روسیې هېواد یو له معتبرو پوهنتونونو څخه دی، چې د څېړنیزو او علمي چارو د پر مخوړلو لپاره د یاد هېواد په یکاترینبورګ ښار کې موقعیت لري. دا پوهنتون د روسیې یو له غوره څېړنیزو مرکزونو څخه شمېرل کېږي، چې د دې هېواد د علمي کادرونو پهروزول کې مهمه ونډه لري.
کاردان پوهنتون تل هڅه کړې، چې له هېواده بهر خپلو محصلینو ته په علمي او روزنیزو پروګرامونو کې د ګډون آسانتیاوې برابر کړي او هیله لري، چې په راتلونکي کې هم د محصلینو د فکري ودې او پیاوړتیا او هغوی ته د مناسبو تحصیلي فرصتونو د برابرېدو په موخه دغهلړۍ دوام ومومي.