د حقوقو پوهنځي محصلینو له پلچرخي بندخونې څخه لیدنه وکړه

د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځي ګڼ شمېر محصلینو د جزاپېژندنې مضمون د بحث وړ بېلابېلو مواردو د لا ښه پوهاوي او د بندیانو د وضعیت څېړلو په موخه له پلچرخي عمومي بندخونې څخه لیدنه وکړه. دا لیدنه د روان ۲۰۱۹ کال د آګسټ میاشتې په ۶ مه نېټه ترسره شوه.
په دې لیدنه کې نجونو محصلینو د مېرمنو له بندخونې او نارینه محصلینو له نارینه بندخونې څخه لیدنه وکړه او هلته یې د بندیانو حالت له نژدې وکوت.
د حقوقو پوهنځي یو شمېر محصلینو چې په یاد علمي سیر کې یې برخه درلودله دا د حقوقي مسایلو او د بندیانو د حقوقو او له هغوی سره د چال چلند په تړاو د مسلکي مالوماتو د ترلاسه کولو په برخه کې یو مهم ګام وباله او د ورته پروګرامونو د دوام هیله یې وکړه.