د کاردان پوهنتون دوو تنو محصلینو عطالله رحمتزي او سید نبي هاشمي د درملو د یوه واردونکي شرکت د ودې او نیمګړتیاوو د له مینځه وړلو په تړاو د خپلې تحصیلي دورې پایلیک چمتو کړ. دا شرکت په دې وروستیو کې د بازار موندنې او خرڅلاو له ګڼو ستونزو سره مخ و، چې د یادو محصلینو له څېړنو او سلا مشورو وروسته یې اوس په خرڅلاو کې د پام وړ مثبت بدلون راغلی او د درملو د نورو واردونکو کمپنیو ترمنځ ښه ځای لري.
حمزه فارما له ترکیې او پاکستان څخه هېواد ته د درملو واردونکی افغاني شرکت دی، چې د یادو ستونزو له امله یې په دې وروستیو کې کاري فعالیتونه د پاموړ ټکني شوي وو.
د کاردان پوهنتون یادو دوو تنو محصلینو د حمزه فارما شرکت پر بېلابېلو برخو څېړنې وکړې، کمزوري ټکي، ستونزې او ننګونې یې په ګوته کړې او د فعالیتونو د چټکتیا په موخه یې د شرکت مسوولینو ته مهمې سلا مشورې ورکړې.
د یادو څېړنو د ترسره کولو له ډلې یو هم عطاالله رحمتزی دی، نوموړی په دې اړه وايي:« د خپل پایلیک د چمتو کولو لپاره مو له حمزه فارما شرکت سره اړیکه ونیوله، هغوی ډېره خوښي وښوده او ویل یې چې له یو لړ جدي ستونزو سره مخ یو. د هغوی ریکارډونو ښودله چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د کمپنۍ خرڅلاو په مراتبو لوړ و او په ۲۰۱۷ کال کې را ولوېد چې په ۲۰۱۸ کې یې هم دوام درلود. ددې ترڅنګ، هغوی په دې اند وو، که چیرې په ۲۰۱۹ کې ټیټ خرڅلاو همداسې دوام ولري؛ نو کمپنۍ به وتړل شي.»
نوموړي وړاندې وویل:« موږ په ډېرې ځرکتیا ستونزې واورېدې او هر څه مو وارزول. د پلورونکو په ډله کې ستونزې، د ډیپارټمنټونو ترمنځ ناهمغږي، د مشرتابه په برخه کې ستونزې او لوړ لګښتونه مو په ګوته کړل. وروسته مو هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د خپلې پروژې له پای ته رسېدو سره به د یادو ستونزو د حل لپاره مناسبې حل لارې وړاندې کړي.»
سید نبي هاشمي چې له ښاغلي رحمتزی سره یې دا څېړنه په ګډه پر مخ وړله وویل:« موږ د خپلې ارزونې له پای ته رسولو وروسته د حل لارې چارې وړاندې کړې؛ کوم چې له امله یې د کمپنۍ لګښتونه ۶۰ سلنه را کم شول. په دویم قدم کې کمپنۍ په خپل اداري تشکیل کې بدلون راوست او په کارپوه خلک یې د مناسب معاش په بدل کې وګمارل.»
د حمزه فارما د وروستي راپور پر بنسټ د کاردان پوهنتون د یادو محصلینو څېړنو او سلا مشورو د دوی پر خرڅلاو باندې د پام وړ مثبت اغېز وکړ او اوسمهال د نورو کمپنیو نسبتاً په یوه ښه ځای کې قرار لري. هغوی اټکل کوي، چې د روان کال تر پایه به یې په خرڅلاو کې تر ۶۰ سلنه زیاتوالی راشي.
د یادولو وړ ده، چې د حمزه فارما شرکت مشرتابه پلاوي د کاردان پوهنتون د محصلینو هلې ځلې د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ستایلي دي.