د نړیوال بشردوستانه قانون په کنفرانس کې د کاردان پوهنتون د علمي کدر ګډون

د پرمختللي نړیوال بشر دوستانه قانون د سویلي آسیا علمي پلټ فورم (AISAAP) اووم کنفرانس د نیپال په کوربه توب د جنوبي آسیا د یو شمېر هېوادونو د څېړونکو، د پوهنتون استادانو او مدافع وکیلانو په ګډون جوړ شو.

په دې کنفرانس کې د کاردان پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ آمر ښاغلي زاهد جلالي هم ګډون وکړ، او خپله علمي مقاله یې «له نړیوال بشردوستانه قانون څخه د سرغړونو د مخنیوي او حساب ورکولو مکانېزمونه: د افغانستان د قضیې مطالعه» تر سرلیک لاندې وړاندې کړه.

ښاغلی جلالي د یاد کنفرانس د جوړېدو په اړه وايي:« دا کنفرانس د سره صلیب ادارې لخوا د جنوبي آسیا د اتو هېوادونو د اکاډمیکو غړیو په ګډون جوړ شوی و، چې د جینوا کنوانسینونو ۷۰ کلن مزل وڅېړي. دلته تر ډېره د یادو کنوانسینونو د بریاوو، نیمګړتیاوو او په دې اړه چې د جنګ اړوند دغه قوانین په راتلونکي کې څنګه اصلاح کېدای شي؛ بحثونه وشول.»

ښاغلی جلالي زیاتوي، د دې کنفرانس د جوړېدو یوه بله مهمه موخه د نړیوال بشر دوستانه قانون په تړاو د یادو هېوادونو د علمي کادر غړیو د لیدلوریو او نظریو د شریکولو لپاره د یوې ټولنې رامنځ ته کول و.

په دې دوه ورځني کنفرانس کې د افغانستان، بنګلدېش، هند، ایران، نیپال، پاکستان او سریلانکا یو شمېر څېړونکو، د پوهنتون استادانو او مدافع وکیلانو برخه لرله. په یاد کنفرانس کې ګډونوالو په بېلابېلو څلورو کاري ګروپونو (د نړیوال بشر دوستانه قانون معاصرې ننګونې، نړیوال بشر دوستانه قانون له جګړې وروسته سناریو کې، د دې قانون د سرغړونو لپاره حسابي او اجرايي ننګونې او بشر دوستانه لاسرسی او عمل) کې علمي بحثونه او خبرې اترې وکړې.

د بشر دوستانه نړیوال قانون په تړاو جوړ شوي دې علمي کنفرانس کې تر ډېره په جګړه کې د نوې ټکنالوژۍ پر پراختیا، په پرمختللیو وسله والو جګړو کې د بشر دوستانه مرستو، د نړیوال بشردوستانه قانون د پلي کېدو لپاره د نړیوالو مکانېزمونو او یو لړ نورو اړوندو مسایلو په تړاو علمي مقالې او لیکنې وړاندې شوې.

دا کنفرانس د ۲۰۱۹ کال د جولای له ۱۷ - ۱۹مې نېټې د نیپال په کوربه توب جوړ شوی و.