د مطالعې کلتور په عامولو کې د کاردان پوهنتون هڅې؛ د کتاب اونۍ پروګرام پای ته ورسېد

کاردان پوهنتون په هېواد کې د څېړنو او کتاب لوستنې کلتور د عامولو په موخه د کتاب اونۍ تر نامه لاندې بېلابېل پروګرامونه جوړ کړل. د کتاب اونۍ یاد پروګرام د کاردان پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي له لوري د روانې چنګاښ میاشتې له ۱۸ تر ۲۶ مې نېټې جوړ شوی و.

په دې پروګرام کې د کتاب درې ورځنی نندارتون، د کاردان پوهنتون د علمي ژورنالونو پرانېسته، څېړنیز سیمینارونه او د کاردان پوهنتون د دوه تنو استادانو د لیکل شویو کتابونو مخکتنه شامله وه.

د کتاب اونۍ په پیل کې درې ورځنی کتاب نندارتون جوړ شو، چې د شاوخوا ۲۱ کتاب خپرونکو او کتاب خرڅونکو له لوري په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د سیاسي علومو، نړیوالو اړیکو، حقوقو، اسلامي علومو، انجنیرۍ او ځینو نورو برخو سلګونه ټوکه کتابونه نندارې ته وړاندې شول. دا د کتاب څلورم نندارتون دی، چې د محصلینو ترمنځ د مطالعې کلتور د ودې او پراختیا په موخه د کاردان پوهنتون له لوري جوړېږي.

د کاردان پوهنتون ډېری محصلین چې له دې نندارتون څخه یې لیدنه کړې او د خپلې خوښې وړ کتابونه یې پېرلي د دا ډول پروګرامونو جوړول د مطالعې کلتور د ودې او د محصلینو د علمي ظرفیت لوړولو په برخه کې یو مهم ګام یادوي او هیله ښيي، چې دا لړۍ روانه وساتل شي.

د کتاب اونۍ په اډانه کې دویم خورا مهم پروګرام د کاردان پوهنتون د علمي ژورنالونو پرانېسته وه. د کاردان پوهنتون د اقتصاد او مدیریتي علومو ژورنال درېیمه او څلورمه ګڼه او د ټولنیزو او انساني علومو ژونال دویمه ګڼه په دې لړ کې پرانېستل شوې.

په یادو خپرو شویو علمي ژورنالونو کې تر ډېره د هېواد او سیمې د اقتصادي او ټولنیزو مسایلو په تړاو د کاردان پوهنتون د علمي کادر د غړیو او فارغ التحصیلانو څېړنیزې لیکنې او مقالې خپرې شوې دي. د علمي ژورنالونو د نویو ګڼو برېښنايي نسخې د کاردان پوهنتون پر وېب پاڼه هم د لاسرسي وړ دي.

د کتاب اونۍ په لړ کې د کاردان پوهنتون د ټولنیزو علومي پوهنځي د رییس احمد خالد حاتم له لوري محصلینو ته د حقوقي څېړنو د اوسني دود په تړاو روزنیز ورکشاپ هم جوړ شو او د یادې اونۍ په وروستۍ ورځ د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او اړیکو څانګې د آمر ښاغلي محمد صدیق ذلیق او د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې د آمر ښاغلي زاهد جلالي د تازه چاپ شویو کتابونو مخکتنه هم وشوه.

د «ګزارش تحقیقی و حکومتداری خوب» تر عنوان لاندې کتاب د ښاغلي ذلیق لومړنی اثر دی، چې تر ډ‌ېره پکې د څېړنیزو راپورونو د جوړولو او په دې برخه کې د شته ستونزو او ننګونو په تړاو هر اړخیز بحثونه شوي دي. په دې کتاب کې د یو شمېر مهمو څېړنیزو راپورونو د بېلګو یادونې هم شوې دي.

«شرق او غرب» چې تر ډېره د مقالو ټولګه ده؛ د ختیځ او لویدیځ پرتلنې، د دواړو قطبونو ترمنځ مباحثې او د لیکوال خپلې شننې پکې راغلي دي. دا کتاب د کاردان پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې د آمر ښاغلي زاهد جلالي تازه چاپ شوی اثر دی.

د یادو دواړو کتابونو د مخکتنې په غونډه کې چې د کاردان پوهنتون د تایمني څانګې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ د کاردان پوهنتون علمي مرستیالې مېرمن مینه رحماني، د کاردان پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي رییس ډاکټر خالد حاتم، لیکوال او شاعر ښاغلي پرتو نادري، د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې مشر صدیق الله توحیدي، د کابل پوهنتون استاد ښاغلي اسدالله وحیدي، د پژواک خبري آژانس مشر ښاغلي دانش کړوخېل او یو شمېر نورو لیکوالانو او محصلینو برخه لرله.