د کاردان پوهنتون د علمي ژورنالونو نوې ګڼې چاپ شوې

د کاردان پوهنتون د اقتصاد او مدیریتي علومو ژورنال درېیمه او څلورمه ګڼه او د ټولنیزو او انساني علومو ژورنال دویمه ګڼه چاپ او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یې پرانېسته وشوه. په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کاردان پوهنتون علمي مرستیالې مېرمن مینه رحماني، د څېړنې او پراختیا څانګې مسوول نصیرالحق واني، د پوهنځیو رییسانو، استادانو او محصلینو برخه لرله.

د اقتصاد او مدیریتي علومو ژورنال په تازه چاپ شویو ګڼو کې تر ډېره د افغانستان او سیمې هېوادونو د اقتصادي وضعیت، سوداګرۍ، ټرانزیټ، بانکي سکټور او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو د کاردان پوهنتون د څېړنیزې ډلې مقالې او څېړنې خپرې شوې دي.

د ټولنیزو او انساني علومو ژورنال په دویمه چاپ شوې ګڼه کې بیا د نړیوالو حقوقو، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته را ستنېدو، د فساد په له مینځه وړلو کې د اسلامي-اخلاقي نورمونو رول، په نړیوالو حقوقو کې د رومي مفاهیمو او یو شمېر فلسفي مسایلو په اړه مهمې څېړنیزې مقالې خپرې شوې دي.

د کاردان پوهنتون د څېړنې ډیپارټمنټ مسوول نصیر الحق وانی وايي، چې څېړنې د یوه علمي آکاډمیک بنسټ مرکزي هسته تشکیلوي او له دې پرته یو علمي بنسټ نشي کولای خپلو چارو ته په ښه ډول دوام ورکړي. ښاغلی وانی په کاردان پوهنتون کې د باکیفیته او مسلکي څېړنو د ترسره کیدو خبر ورکوي او ډاډ څرګندوي، چې په دې برخه کې به د لا پرمختګ په موخه په نړیوالو څېړنیزو کنفرانسونو او سیمینارونو کې ګډون وکړي.

نوموړي په څېړنیزه برخه کې د کاردان پوهنتون د هغې ژمنتیا یادونه هم وکړه، چې په راتلونکي کې به د یادو علمي ژورنالونو ترڅنګ د انجنیري او ټکنالوژي او حقوقي علومو په برخه کې هم علمي ژورنالونه چاپ او خپاره کړي.

د کاردان پوهنتون د ادارې او تجارت د ماسټري څانګې فارغ او د جمهوري ریاست د چارو ادارې کارکونکی سید شبیر احمد، چې د اقتصاد او مدیریتي علومو ژورنال په څلورمه ګڼه کې یې د سارک هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ ظرفیت په تړاو څېړنیزه لیکنه خپره شوې، کاردان د افغانستان یو له غوره پوهنتونونو ګڼي او هیله ښيي، چې د څېړنیزو او نورو علمي چارو له امله به په سیمه ییزه کچه د کاردان پوهنتون د فعالیتونو شاهد واوسو.

نوموړی څېړنې د یوې ټولنې د ودې او پرمختګ بنسټ ګڼي، زیاتوي:« هر کله که یو هېواد وغواړي، چې هر اړخیز پرمختګ وکړي؛ نو باید په ټولو برخو کې څېړنیزو او تحقیقاتي فعالیتونو ته لومړیتوب ورکړي».

د یادولو وړ ده، چې څېړنیز فعالیتونه د کاردان پوهنتون د سټراتیژیک پلان یو مهم اصل او د پوهنتون د لومړیتوبونو په سر کې ځای لري. په نړیوالو معتبرو ژورنالونو کې د کاردان پوهنتون د استادانو د علمي مقالو پر خپرېدو سربېره ددې پوهنتون علمي ژورنالونه د ISSN نړیوالې شمېرې درلودونکي هم دي. د کاردان پوهنتون استادان او محصلین له یو بل سره مرسته کوي، چې د یادو ژورنالونو د خپرېدو ترڅنګ د خپلو ټولو تحصیلي څانګو لپاره علمي ژورنالونه چاپ او نشر کړي او له دې لارې په هېواد کې د څېړنې کلتور ته وده او پراختیا ورکړي.

د کاردان پوهنتون د علمي ژورنالونو تازه چاپ شوې ګڼې په لاندې لینک کې د لاسرسي وړ دي:

د اقتصاد او مدیریتي علومو ژورنال

د ټولنیزو او انساني علومو ژورنال