کاردان پوهنتون د کارموندنې آنلاین نندارتون جوړ کړ

د کاردان پوهنتون د کارموندنې خدمتونو دفتر د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ میاشتې په ۲۲ مه، د یو شمېر شرکتونو په مرسته خپل لومړنی آنلاین د کارموندنې نندارتون جوړ کړ.

په دې آنلاین نندارتون کې اتو شرکتونو برخه اخیستې وه او په بېلابېلو کاري برخو کې د کاردان پوهنتون محصلینو او فارغانو ته شاوخوا ۵۰ بستونه نندارې ته وړاندې کړل.

د یادو شرکتونو مسوولینو د دې پروګرام د جوړېدو له امله، له کاردان پوهنتون څخه مننه وکړه او هیله وښوده، چې د دې پوهنتون د محصلینو او فارغانو له مینځه به وکولای شي د خپل شرکت د اصولو مطابق ښه استعدادونه ومومي.

د خامه پریس خبري آژانس اجراییه رییس او مدیر مسوول ښاغلي خوشنود نبي زاده د یاد پرورګرام په اړه وویل:« دا هم د شرکتونو او هم د هغو کسانو لپاره چې د کار په لټه کې دي، یو عالي فرصت دی، ځکه په اوسنیو ترینګلو شرایطو کې محصلین د کار او شرکتونه د ښه استعدادونو په لټه کې دي.»

د کارموندنې پروګرام له پای ته رسېدو وروسته د کاردان پوهنتون د کارموندنې خدمتونو دفتر مسوول محمد امین حکیمي د معیاري خلص سوانح د لیکلو په تړاو محصلینو ته آنلاین روزنیز سیمینار هم وړاندې کړ، چې د ماسپښین له ۲ تر ۴ بجو جوړ شوی و. د دې سیمینار په ترڅ کې د یوې معیاري سي وي لیکلو ټول اړین مهارتونه له محصلینو سره شریک شول.

کاردان پوهنتون هڅه کوي، چې د دې پوهنتون د محصلینو او شرکتونو ترمنځ د اړیکو جوړولو او د هغوی لپاره د کار او کارزده کړې فرصتونو د برابرولو په موخه ورته آنلاین پروګرامونه جوړ کړي.