د کاردان پوهنتون سیسکو لابراتوار د دې پوهنتون د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ محصلینو ته پر انټرنټ پروټوکول د غږ سیستمونو (VIOP) په تړاو درې ورځنی آنلاین سیمینار جوړ کړ. دا سیمینار د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي میاشتې له ۲۴ تر ۲۸ مې نېټې جوړ شوی و، چې د VIOP د بېلابېلو اړخونو په اړه محصلینو ته هر اړخیز مالومات ورکړل شول.
په دې آنلاین درې ورځني سیمینار کې، چې د کاردان پوهنتون د سیسکو لابراتوار د مسوول احمدالله عزیزي له لوري وړاندې شو، د VIOP د تیوري او عملي برخو او د دې سیستم د کاري څرنګوالي په تړاو هر اړخیز بحث او خبرې اترې وشوې.
په دې سیمینار کې دغه راز د VIOP د پېژندنې، په یوه حرفوي چاپېریال کې د عملي شبکې د مهارتونو پراختیا، د VIOP د طراحۍ لپاره د غوره توپولوژۍ ټاکلو او د اړوندو نورو مهارتونو په اړه هم له محصلینو سره مهم مالومات شریک شول.
د یاد سیمینار یو تن ګډون وال په دې تړاو وویل: « په اوسنیو ترینګلو حالاتو کې د دې سیمینار جوړېدل زموږ لپاره یوه ښه موکه وه، چې پر انټرنټ پروټوکول د غږ سیستمونو (VIOP) په تړاو مالومات ترلاسه کړو. زه د زړه له کومې له کاردان پوهنتون څخه د دا ډول پروګرامونو د جوړېدو له امله مننه کوم.»
کاردان پوهنتون د کرونا ویروس له خپرېدو تر دې دمه د خپلو محصلینو د علمي سویې د لوړولو او په دې سختو حالاتو کې هغوی ته د انګېزې ورکولو په موخه د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ګڼ شمېر آنلاین سیمینارونه جوړ کړي او هڅه کوي، چې دا لړۍ همداسې روانه وساتي.