د کاردان پوهنتون رییس: د سویلي آسیا د غوره استاد لقب ګټل؛ د پرمختګ پر لور د هېواد یون څرګندوي

کاردان پوهنتون د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د سویلي آسیا د غوره استاد په توګه ددې پوهنتون د علمي کادر غړي ښاغلي قیس محمدي د ټاکل کېدو نمانځنه وکړه. یاده غونډه د لوړو زده کړو وزارت د یو شمېر چارواکو، د کاردان پوهنتون د مشرتابه پلاوي، استادانو، محصلینو او یو شمېر نورو علمي شخصیتونو په ګډون جوړه شوې وه.

د کاردان پوهنتون بنسټ ایښودونکي او عمومي رییس ښاغلی رویین رحماني تحصیلي بنسټونو ته د علمي اعتبار ورکولو شورا (ACBSP) له لوري د سویلي آسیا د غوره استاد په توګه د ښاغلي قیس محمدي ټاکل کېدل د هېواد د لوړو زده کړو سکټور د ودې او پرمختګ په برخه کې خورا لویه لاسته راوړنه وبلله، زیاته یې کړه، چې دا مهمه لاسته راوړنه د هر اړخیز پرمختګ پر لور زمونږ د ګران هېواد د چټک یون ښکارندویي کوي.

ښاغلي رحماني وړاندې وویل:« قیس محمدي د (ACBSP) په سږنیو نړیوالو سیالیو کې د سویلي آسیا هېوادونو ترمنځ د غوره استاد لقب وګاټه، چې له شکه پرته یوه لویه لاسته راوړنه ده او پر ځای ده، چې د هېواد ټولې تحصیلي کورنۍ ته ددې سترې بریا مبارکي ووایم.»

د کاردان پوهنتون عمومي رییس د لوړو زده کړو وزارت له لوري کاردان پوهنتون ته د علمي اعتبار سند د ورکړې یادونه هم وکړه، ویې وویل:« کاردان پوهنتون د خپل ژمن او علمي ټیم په مرسته له کمو امکاناتو او نژدې ۱۲ کلنې تجربې سره د هغو پوهنتونونو په ډله کې راغلی چې شاوخوا ۷۰ کلنه تجربه او پراخ امکانات لري. مونږ د کاردان پوهنتون د تاسیس له پیله تل هڅه کړې چې په ټولو برخو کې غوره واوسو ځکه غوره والی د کاردان پوهنتون د ماموریت مهم او بنسټیز اړخ تشکیلوي.»

د لوړو زده کړو وزارت د استادانو د تقرر او ترفیعاتو رییس پوهندوی محمد فیصل امین هم د غوره استاد په توګه د قیس محمدي ټاکل کېدل د هېواد د اکاډمیکې کورنۍ لپاره یوه لویه لاسته راوړنه بولي، زیاتوي:« اوسمهال مونږ په دولتي پوهنتونونو کې ۶۷۱۲ تنه علمي کادر او په خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې شاوخوا ۴ زره علمي کادر لرو، چې ښاغلی محمدي یوازې د افغانستان د یادو ۱۰ زرو استادانو ترمنځ دې مقام ته رسېدلی دی. دا واقعاً یوه لویه لاسته راوړنه ده او ټولو ته یې د زړه له کومې مبارکي وایم.»

نوموړي دغه راز کاردان پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت له‌خوا د علمي اعتبار سند د ورکړې مبارکي هم وویله او کاردان یې د خپلو معیاري فعالیتونو له امله یو ژور اکاډمیک چاپېریال یاد کړ.

د سویلي آسیا غوره استاد او د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي علمي کادر ښاغلي قیس محمدي یادې غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، چې نوموړي د افغانستان په استازولۍ د علمي اعتبار ورکولو شورا په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړ او د ۱۶ آسیايي هېوادونو د ۵۴ پوهنتونونو د استادانو ترمنځ یې یاد لقب وګاټه. ښاغلي محمدي زیاته کړه، چې یاده شورا هرکال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د خپلو شاوخوا ۱۲۰۰ غړو تحصیلي بنسټونو ترمنځ د غوره استاد جایزې سیالي جوړوي او د یو لړ ځانګړو لارو چارو پر بنسټ د هرې سیمې لپاره غوره استاد ټاکي.

نوموړي هیله وښوده، چې په راتلونکو کلونو کې باید د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ یو ډېر شمېر پوهنتونونه دغو سیالیو ته لاره پیدا کړي او د هېواد د تحصیلي ټولنې لپاره لا ډېر ویاړونه راوړي.

د یادولو وړ ده، چې ښاغلي محمدي د غوره استاد جایزه، چې یو کریسټالي مډال دی؛ تحصیلي بنسټونو ته د علمي اعتبار ورکولو شورا (ACBSP) د کلني کنفرانس په ترڅ کې چې د روان ۲۰۱۹ کال د جون له ۲۱ -۲۴ مې نېټې د امریکا متحده آیالتونو د تکزاس آیالت په هیوسټون ښار کې جوړ شوی و، ترلاسه کړه.