د انجنیري څانګې محصلینو د میهن سټیل فابریکې بېلابېلې برخې له نژدې ولیدې

د کاردان پوهنتون د انجنیري څانکې د اووم او تم سمسټر ګڼ شمېر محصلینو د میهن سټیل د اوسپنې ویلې کولو له فابریکې څخه لیدنه وکړه. هغوی ددې علمي سیر په ترڅ کې د یادې فابریکې بېلابېلې چارې له نژدې ولیدې او په هېواد کې یې د اوسپنیزو تولیداتو په اړه ګټور مالومات ترلاسه کړل.
د اوسپنې ویلې کولو دا فابریکه ژمنه ده، چې په هېواد کې د فولادو صنعت ته وده او پراختیا ورکړي او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ځان بسیاینې په برخه کې خپله ونډه اداء کړي.
ددې علمي سیر موخه داده، چې محصلین د تیوري او عملي چارو ترمنځ اړیکه رامنځ ته او پر دې وپوهېږي چې اوسپنیز توکي څنګه او څه ډول تولیدېږي. ‎د یاد علمي سیر په بهیر کې محصلینو دغه راز د فولادو د ډیزاین تیوري په عملي ډول وارزوله او کار بازار کې د فولادو د بېلابېلو برخو په اړه ژور مالومات ترلاسه کړل. ددې ترڅنګ، محصلینو د فولادو د تولید پروسې او په دې برخه کې د نوې ټکنالوژې د کارونې په اړه هم لازمه پوهه وموندله.
د کاردان پوهنتون د انجنیري څانګې د مسوولینوپه وینا، چې د یادو ټولو موضوعاتو ترڅنګ محصلینو ته د اوسپنې راټولولو او ویلې کولو او دغه راز د میهن سټیل فابریکې د تدارکاتو، د فعالیتونو د طراحۍ، د انرژۍ کارونې او نورو هغو مهمو برخو په اړه چې د کمپنۍ پر تولیداتو مخامخ اغېز لري؛ عمومي مالومات ورکړل شول.
د انجنیري څانګې د اووم سمسټر محصل بکتاش بابکرخېل د یاد علمي سیر په اړه وویل: دا له ډېرو نویو تجربو سره مل د فولادو د تولید په اړه یو ګټور علمي سیر و. په ټوله کې دا زمونږ محصلینو لپاره د عملي زده کړو د ترلاسه کولو او د خپلو وړتیاوو د ودې او پیاوړتیا په برخه کې یوه خورا ارزښتناکه تجربه وه.
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې د کاردان پوهنتون د انجنیري څانګې محصلینو د یوه علمي سیر په ترڅ کې د کابل ښار په ۱۱ مه ناحیه کې د یو شمېر رغنیزو پروژو عملي چارې هم له نژدې لیدلې وې. ددې څانګې د محصلینو لپاره د تیوري ترڅنګ عملي زده کړې د انجنیري مدیریت په برخه کې یو خورا ارزښتناک او ګټور ګام ګڼل کېږي.