د حقوقو پوهنځي محصلینو د دفاعیې لیکلو په تړاو روزنه ترلاسه کړه

د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصلینو ته د تر ټولو مهم حقوقي سند (دفاعیې) د ترتیب او لیکلو په تړاو یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
دفاعیه د مظنون او متهم د حقوقو د تضمین تر ټولو مهم سند دی او په عدلي او قضايي بنسټونو کې د یوې حقوقي دوسیې په تړاو د عدالت د ټینګښت په برخه کې خورا مهم رول لري. همدې مهم ته په پام د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځي د دفاعیې لیکلو تر نامه لاندې د یاد پوهنځي محصلینو ته یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.
په دې ورکشاپ کې د محتوا او ډول له اړخه د دفاعیې برابرولو پر لارو چارو بحث وشو او ټینګار پر دې و، چې یوه معیاري دفاعیه باید (سرلیک، د پیل خبرې، د قضیې لنډ بهیر، د قانون په رڼا کې د موکل د حقوقو پر نقض نیوکه، د څارنوال د الزام دلایلو دفعه کول او له محکمې غوښتنه) ولري. په ورکشاپ کې دغه راز یادونه وشوه، چې د دفاعیې اړوندې ټولې برخې باید په تخصصي ډول ترتیب او د لیکلو په بهیر کې یادو مهمو ټکو ته جدي پاملرنه وشي.
په دې ورکشاپ کې پر محصلینو سربېره د حقوقو پوهنځي استادانو هم برخه لرله، چې په ټوله کې ورکشاپ ګټور وباله او ټینګار یې وکړ، هغه موضوعات چې عملي اړخ لري باید په تړاو يې ورته روزنیز پروګرامونه جوړ شي.