د کمپیوټر ساینس ټولنې محصلینو ته روزنیز پروګرام جوړ کړ

د کاردان پوهنتون د کمپیوټر ساینس ټولنې محصلینو ته د بوټسټرپ دوه نیم میاشتنی روزنیز پروګرام جوړ کړ. ددې پروګرام په ترڅ کې محصلینو ته د بېلابېلو مهمو ټکنالوژیکي برخو لکه (Utilities, Grid System, Components‎ JavaScript Widgets,) او د پنځو پروژو په تړاو ویډیي لارښوونې او نور اړوند مالومات ورکړل شول. پر شاوخوا ۱۰ تنو هغو محصلینو چې یاد روزنیز پروګرام یې په بریالیتوب سره بشپړ کړی د کاردان پوهنتون د انجنیري او ټکنالوژي پوهنځي له لوري بری لیکونه هم ووېشل شول.
بوټسټرپ د پراخو سرچینو لرونکی یو خورا مشهوره کتابتون دی، چې د پرمختللو ویب پاڼو او مبایل اپلیکشن د طراحۍ په برخه کې کار او فعالیت کوي او د ټویټر او پراخو سرچینو د ټولنې له لوري یې ملاتړ کېږي.
هغو محصلینو چې دغه کورس یې پای ته رسولی اوس کولای شي هر ډول ویب پاڼه ډیزاین او ترڅنګ یې د واقعي نړۍ د بېلابېلو پروژو په جوړولو کې ترې ګټه واخلي. دغه راز دا روزنیز پروګرام له هغو محصلینو سره چې د خپل مسلکي پرمختګ په لټه کې دي اړینه مرسته کولای شي.