د پنجشنبې سیاسي لکچرونو لړۍ

د پنجشنبې سیاسي لکچرونو لړۍ د کاردان پوهنتون د نړیوالو اړیکو د ماسټري څانګې د محصلینو د پوهې او درک د پیاوړتیا او پراختیا لپاره د یوه مهم نوښت پیل دی. ددې لړۍ په ترڅ کې به محصلین د نړیوالو اړیکو په تړاو هر اړخیز مالومات او شننې تر لاسه کړي. د لکچرونو دا لړۍ دغه راز له محصلینو سره مرسته کوي، چې له تحصیلي نصاب د باندې د مشهورو عالمانو، پوهانو او څېړونکو په مرسته خپل لید لوري ته پراختیا ورکړي.
د همدې لکچرونو په لړ کې دا پنجشنبه (۱۳ چنګاښ) د ډاکټر سعدالله خان له‌خوا "په اسلامي نړۍ کې ډیموکراتیک ارمانونه، افسانه که واقعیت" تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.
د ښاغلي خان په وینا، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په یو ډول د ډیموکراټیکو ارزښتونو تعریف یو خورا ستونزمن کار دی. له همدې امله، په اسلامي هېوادونو کې د ډیموکراټیکو ارزښتونو منل له مخالفتونو سره مخ کېږي، ځکه ډېری دغه هېوادونه له ډیموکراټیکو هغو سره خپلې ټولنیزې-اقتصادي ستونزې لري. په دې سیمینار کې د اسلام د مبارک دین او ډیموکراسۍ د لومړنيو مفهومونو په تړاو هم محصلینو ته مالومات وړاندې شول. په ټوله کې دا په اسلامي نړۍ کې چیرته چې ډ‌یموکراسي په لومړني پړاو کې ده او تازه خپلې ریښې غځوي وي، د یادو بحثونو د ځای پر ځای کولو یوه هڅه ده.
د ویلو وړ ده، چې کاردان پوهنتون د نړیوالو اړیکو د ماسټري څانګه په اونیز ډول د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو هره پنجشنبه د سیاسي لکچرونو ورته لړۍ جوړوي.