" یوه ډالۍ، یوه مسکا " کمپاین په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

د کاردان پوهنتون د رضاکارانو ټولنه خوښي ښيي، چې د اړمنو ماشومانو لپاره د ژمنیو جامو د راټولو کمپاین یې د ( یوې ډالۍ، یوې مسکا ) تر نامه لاندې په بریالیتوب سره پای ته ورساوه.

د پوهنتون رضاکارې ټولنې شاوخوا یوه میاشت د کاردان پوهنتون په درې واړو څانګو کې د بېلابېلو پوهنځیو د محصلینو په مرسته او همکارۍ د ژمنیو جامو د راټولو یاد کمپاین ترسره کړ . د سږني ژمي یخني او د ګرمو ژمنیو جامو نه درلودل سبب شوي، چې ډېری هغه اړمن ماشومان، چې د کابل ښار په سړکونو کې کار کوي؛ له سختو ستونزو سره مخ شي.

کاردان پوهنتون له دې پرته چې د ګرانو هېوادوالو لپاره د لوړو زده کړو په برخه کې ارزښتمند تحصیلي خدمتونه وړاندې کوي؛ د خپلو کارکوونکو او محصلینو په وجود کې یو لړ بنسټیز ارزښتونه هم روزي، چې د پوهنتون د رضاکارانو ټولنې له لوري له اړمنو سره مرسته یې یوه څرګنده بېلګه ده.

د کاردان پوهنتون د پروګرامونو او محصلینو د مشارکت دفتر مسوول ښاغلي اجمل نبي زاده ددې کمپاین په اړه وویل: (د یوې ډالۍ – یوې مسکا کمپاین د جوړونکي په توګه خوښ یم، چې د کاردان پوهنتون محصلینو په دې کمپاین کې فعاله ونډه واخیسته او ډېر شمېر ژمنۍ جامې یې اړمنو ماشومانو سره مرسته وکړه. هیله من یم کوم کار چې موږ وکړ د ماشومانو پر څېرو به یې مسکا راوستي وي. )

کاردان پوهنتون د ژمنیو جامو د راټولو او وېش ترڅنګ د امام بخاري (رح) د دارالایتام له اړمنو ماشومانو سره د نویو جامو مرسته هم وکړه، څو د ژمي په یخه هوا کې له ګرمو جامو سره د هغو ماشومانو څېرو ته چې د هېواد راتلونکی نسل جوړوي؛ مسکا ډالۍ کړې وي. ځینې نورې راټولې شوې جامې د کابل ښار د ښاروالۍ کارکوونکو، اړمنو خلکو او سوالګرو ته ووېشل شوې.

کاردان پوهنتون له هغو ټولو هغو محصلینو، چې په دې کمپاین کې برخه واخیسته د زړه له کومې مننه کوي او له هغوی غواړي، چې په راتلونکي کې هم دغسې ورته ارزښتونه په ټولنه کې عام او له اړمنو سره مرستې ته ودانګي.

د کاردان پوهنتون د رضاکارانو ټولنه په ۱۳۹۶ لمریز کال کې رامنځ ته شوې، چې د پوهنتون د کارکوونکو ترڅنګ د بېلابېلو څانګو محصلین یې غړیتوب لري. دې ټولنې تر اوسه له اړمنو خلکو سره د مرستې، د ژمنیو جامو د راټولو، نیالګیو ایښودلو او د کابل ښار د پاکوالي کمپاینونه ترسره کړي او په پام کې لري، چې نوي پروګرامونه او کمپاینونه هم پیل کړي.