لوړو زده کړو وزارت د کاردان پوهنتون د استازي وحیدالله افغان لاسته راوړنې وستایلې

د هېواد د لوړو زده کړو وزارت، د تدریس د کیفیت ارزولو کمېټې چارې او فعالیتونه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وستایل. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې د علمي معیارونو د بنسټیز کېدو په موخه ددې وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو ریاست د تدریس د کیفیت ارزولو کمېټې د هلو ځلو قدردانی وکړ او د هغوی فعالیتونه یې خورا مهم یاد کړل.

په همدې لړ کې د کاردان پوهنتون د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو دفتر مسوول او د یادې کمېټې د غړي ښاغلي وحیدالله افغان د ښو خدمتونو ستاینه هم وشوه. ښاغلي افغان ته د خپلو هغو هلو ځلو په پار چې په خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې یې د علمي معیارونو د بنسټیز کېدو او تدریسي کیفیت د لوړېدو برخه کې کړي؛ د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست ښاغلي عبدالتواب بالاکرزي له لوري ستاینلیک ورکړل شو او په یاده برخه کې د نوموړي فعالیتونه او لاسته راوړنې ګټورې وبلل شوې.

د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې د لوړو زده کړو وزارت د تدریسي کیفیت ارزونې کمېټې د خصوصي لوړو زده کړو شاوخوا ۴۵ بنسټونه په هر اړخیز ډول ارزولي او پایلې یې له وړاندې د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره شریکې کړې دي.

کاردان پوهنتون هم په خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې د علمي معیارونو او تدریسي کیفیت د لوړېدو په برخه کې د خپل دغه فعال همکار هلې ځلې او لاسته راوړنې ستایي او په راتلونکو چارو کې ورته د لا بریالیتوب هیله کوي.