د کاردان پوهنتون کتابتون پر پرمختللو ټکنالوژیکي وسایلو سمبال او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یې پرانېسته وشوه. ددغو وسایلو له فعالېدو سره په کتابتون کې د کتابونو د لټون، محصلینو ته د کتابونو د ورکړې او بېرته اخیستلو اړینې آسانتیاوې رامنځ ته شوې دي.
د کاردان پوهنتون علمي مرستیاله آغلې مینه رحماني د پوهنتون د ټولو چارو او فعالیتونو ډیجیټالي کول د پوهنتون د ستراتیژیک پلان یو له مهمو برخو يادوي، چې پر بنسټ یې د کتابتون او یو شمېر نورو څانګو فعالیتونه برېښنايي شوي او د کارکونکو او محصلینو لپاره یې لازم سهولتونه رامنځ ته کړي دي.
آغلې رحماني زیاتوي، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې د کاردان کتابتون د پراختیا لپاره ګړندۍ هلې ځلې کړي، چې په پایله کې د کتابتون د چارو د لاښه تنظیم په موخه یو پرمختللی برېښنايي مدیریتي سیستم فعال او ګټې اخیستنې ته چمتو کړی دی.
د کاردان پوهنتون د مالوماتو د مدیریت سیستم مسوول علاالدین قریشي په کاردان کتابتون کې د ټکنالوژیکي وسایلو فعالول د پوهنتون اړوندو چارو د ډیجیټالي کولو په برخه کې یو لوی ګام بولي او ډاډ ورکوي، چې دا به د کتابتون د چارو په لاښه والي کې خورا ګټور تمام شي. نوموړی زیاتوي:« کتابتون د تحصیلي نظام له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي، له همدې امله د کاردان پوهنتون د مالوماتو مدیریت په کتابتون کې د محصلینو لپاره د لازمو آسانتیاو د رامنځ ته کولو په موخه برېښنايي ماشینونه (Book Search Unit، Self-Check Unit او Book Drop Box Unit) فعال کړي، چې له محصلینو سره د کتابونو په لټولو، د کتابونو په ترلاسه کولو او بېرته سپارلو کې خورا مرسته کوي.»
ددې سیستم یوه مهمه ګټه داده، چې محصل کولای شي په خورا آسانۍخپل د خوښې وړ کتابونه د کمپیوټر پر سکرین ولټوي او په فزیکي ډول یې په کتابتون کې ځای پیدا کړي. محصل د کتاب له پیدا کولو وروسته خپل پېژندکارت په ځانګړي ماشین کې داخلوي او له هغه وروسته ماشین د ځانګړې شمېرې له مخې کتابونه سکن کوي او په محصل پسې په آنلاین ډول ثبتېږي. دغه راز له ټاکلې نېټې مخکې محصل ته د کتابونو د بېرته سپارلو په تړاو برېښنالیک هم استول کېږي.
د کاردان پوهنتون د مالوماتو د مدیریت سیستم مسوول همدارنګه هیله ښيي، چې د کتابتون له پراختیا سره به دې سیستم ته نوره هم وده ورکړي او د محصلینو، استادانو او کارکوونکو لپاره به ارزښتناک سهولتونه برابر کړي.
د کاردان پوهنتون یو تن محصل په دې اړه وویل: «اوس مونږ په ډېرې آسانۍ او لږ وخت کې کولای شو، چې هر عنوان کتاب پیدا او ثبت او راجسټر یې کړو، دا د کاردان پوهنتون د محصلینو لپاره واقعاً یو عالي خدمت دی. »
د یادولو وړ ده، چې د کاردان پوهنتون د بشري سرچینو او مالي څانګو چارې او فعالیتونه هم په دې وروستیو کې برېښنايي شوي او په پام کې ده، چې د ستراتیژیک پلان د موخو پر بنسټ دا لړۍ د پوهنتون اړوند ټولو څانګو ته وغځېږي.