د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اقتصاد وزیر ښاغلي ډاکټر مصطفی مستور د یکشنبې (۹ چنګاښ) په ورځ د کاردان پوهنتون د تایمني څانګې د کنفرانسونو په تالار کې د هېواد د اوسني او راتلونکي اقتصاد وضعیت په تړاو ددې پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته روزنیز سیمینار وړاندې کړ.
په یاد سیمینار کې د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس ښاغلي ډاکټر سید عبدالمعز میرزاده، استادانو او د بېلابېلو تحصیلي څانګو ګڼ شمېر محصلینو برخه لرله.
ښاغلي مستور په دې سیمینار کې د هېواد د اقتصادي وضعیت د پیاوړو او کمزورو ټکو، د اقتصاد په وده او پیاوړتیا کې د اغېز لرونکو فرصتونو او ننګونو او د ملي اقتصاد شاخصونو د ښه والي او پرمختګ په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز مالومات ورکړل، او په پای کې د ښاغلي وزیر له لوري د ځینو محصلینو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل شول.
د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس ډاکټر سید عبدالمعز میرزاده د اقتصاد وزیر ښاغلي مستور ته د هغه د ګټورو فعالیتونو او هلو ځلو په پار د کاردان پوهنتون ستاینلیک هم ورکړ.
د یادولو وړ ده، چې ددې پروګرام په څنډه کې د اقتصاد د وزیر ښاغلي مصطفی مستور او د کاردان پوهنتون د علمي مرستیالې مېرمن مینه رحماني ترمنځ د دوو اړخیزو همکاریو هوکړه لیک، چې د پوهنتون د ستراتیژیکو همکاریو او نړیوالو اړیکو د مدیریت له لوري ترتیب شوی و؛ هم لاسلیک شو.
کاردان پوهنتون د خپلو محصلینو د علمي ظرفیتونو د ودې او پیاوړتیا په موخه تل هڅه کړې، چې د هېواد د پېژندل شویو سیاسي او علمي شخصیتونو په همکارۍ ورته روزنیز پروګرامونه جوړ کړي، چې تر دې مهاله یې ګټورې او د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي.