د ښاري پراختیا د پلان‌جوړونې او مدیریت په نړیوال کنفرانس کې د کاردان پوهنتون ګډون

د کاردان پوهنتون د انجنیري او ټکنالوژي پوهنځي رییس ښاغلي انجنیر امیر زاده احمدزي د پولنډ د اوپول پوهنتون په یوولسم نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ. دا کنفرانس د «۲۱ مې پېړۍ ښارونه» تر نامه لاندې د افغانستان، ایران، ترکیې او پولنډ هېوادونو د شاوخوا ۸۴ څېړونکو او پروفیسرانو په ګډون جوړ شوی و، چې تر ډېره د ښاري پراختیا د پلان جوړونې او مدیریت د اغېز په اړه پکې بحث او خبرې اترې وشوې.

ددې نړیوال کنفرانس د جوړېدو بنسټیزه موخه د ښاري مدیریت په برخه کې د څېړنو او تجربو د شریکولو لپاره د نړیوالو همکاریو او اړیکو رامنځ ته کول او پراختیا ښودل شوې ده.

د کاردان پوهنتون د انجنیري او ټکنالوژي پوهنځي رییس انجنیر امیرزاده احمدزی وايي، چې په یاد نړیوال کنفرانس کې د ښاري پراختیا د مدیریت په اړه هر اړخیز علمي او څېړنیز بحثونه وشول او په دوو جلا ګروپونو کې د ګډونوالو نظرونه او تجربې هم را ټولې او شریکې شوې.

د ښاغلي احمدزي په وینا، چې د پروګرام په درېیمه ورځ یې د ښاري اقتصاد او ښاري پراختیا په اړه ځانګړې څېړنیزه مقاله هم وړاندې کړه، چې د کنفرانس د ګډونوالو د تایید وړ وګرځېده. ښاغلی احمدزی زیاتوي، چې د پروګرام په څلورمه او پنځمه ورځ یې د پولنډ هېواد ګڼ شمېر محصلینو ته د اروپايي ټولنې د ایرسموس پلس پروګرام په چوکاټ کې د افغانستان او کاردان پوهنتون په اړه مالومات ورکړل او ترڅنګ یې د اوپول پوهنتون له رییس او ددې پوهنتون د ایرسموس پلس پروګرام له مشرې سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د علمي او څېړنیزو فعالیتونو پر پراختیا هم بحث او خبرې اترې وکړې.

د کاردان پوهنتون د انجنیري او ټکنالوژي پوهنځي رییس همدارنګه د یو شمېر پوهنتونونو او بنسټونو له انجنیري څانګې سره د اړیکو په ټینګولو، د تجربو په ترلاسه کولو، د نړیوالو همکاریو د یوې شبکې په رامنځ ته کولو او د پولنډ هېواد د تحصیلي سیستم له تجربو او لاسته راوړنو څخه د ګټې اخیستو په برخه کې ددې کنفرانس جوړېدل خورا ارزښتناک او اړین ګڼي.

د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د پولنډ له اوپولي پوهنتون سره د دوو اړخیزو همکاریو په لړ کې د کاردان پوهنتون د نړیوالو چارو او سټراټیژیکو همکاریو مدیر ښاغلي نصرت الله رحیمي او اداري مدیر ښاغلي فیصل هاشمي هم د یاد پوهنتون د ایرسموس پلس پروګرام کې برخه اخیستې وه، چې د بېلابېلو اړوندو مسایلو په اړه یې لازمې تجربې او مالومات ترلاسه کړي وو.