د کاردان پوهنتون د نړیوالو چارو او سټراټیژیکو همکاریو مدیر ښاغلي نصرت الله رحیمي او اداري مدیر ښاغلي فیصل هاشمي د مرکزي اروپا د دویمې نړیوالې اونۍ په ناسته کې چې د ایرسموس پلس پروګرام له لوري د پولنډ په اوپول ښار کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ. دوی د یاد سفر په ترڅ کې د دې پروګرام د بېلابېلو اړخونو په اړه مهم او ګټور مالومات ترلاسه کړل. دا پروګرام د روزنیزو ورکشاپونو او ټولنیزو پېښو له لارې د زده کړو په ترلاسه کولو کې د لازمو آسانتیاو د رامنځ ته کولو په موخه ډیزاین شوی، کوم چې ګډونوالو ته له بېلابېلو لارو اړینه ګټه رسولای شي. ددې پروګرام یوه له مهمو برخو د کاردان پوهنتون په اړه د پرزنټېشن وړاندې کول، د جنډر او بنسټونو، سیاست، تګلارو او روزنیزو ورکشاپونو د مدیریت په اړه د مالوماتو ورکول ول.
ایرسموس پلس پروګرام د اروپايي ټولنې له لوري تاسیس شوی، چې په ټوله مرکزي اروپا کې د ځانګړو پروګرامونو او پېښو له لارې د زده کړو او روزنیزو پروګرامونو د عصري کېدو او د ځوانانو چارو په اړه جوړېږي. کاردان پوهنتون په دې وروستیو کې د ایرسموس له یوه غړي پوهنتون سره، چې د پولنډ په اوپول ښار کې موقعیت لري همکاري پیل کړې، چې تر ډېره د ښوونکو د خوځښت او د زده کړو لپاره د کارکوونکو د خوځښت پر اغېزمنتوب تمرکز کوي .
د همدې همکارۍ په اساس کاردان پوهنتون د پولنډ د اوپول پوهنتون په بلنه د مرکزي اروپا د دویمې نړیوالې اونۍ په ناسته کې، چې د ایرسموس پلس پروګرام په اډانه کې جوړه شوې وه ګډون وکړ. د ګډونوال غړي په توګه کاردان پوهنتون په دې پروګرام کښې ګډون وکړ او د نورو غړو ارګانونو او پوهنتونونو ترمنځ یې خپل نوم وځلاوه.