د اقتصاد پوهنځي فارغو شویو محصلینو ته د خدای پامانۍ پروګرام جوړ شو

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د خپلو هغو محصلینو لپاره چې د ۱۳۹۸ کال په پسرلني او خزاني سمسټر کې فارغ شوي، د خدای پامانۍ پروګرام جوړ کړ.

شاوخوا ۹۰ تنو محصلینو په یاد پروګرام کې برخه درلودله او د خپلو راتلونکو پروګرامونو، پرمختايي نظریو او کاري فرصتونو په تړاو یې بحث او خبرې اترې وکړې.

محصلینو دغه راز په یوه نظر پوښتنه کې، چې د اقتصاد پوهنځي د مدیریت او په ټوله د کاردان پوهنتون په تړاو وه، هم برخه واخیسته. هغوی ته همدارنګه د پوهنتون د جندر او له فارغانو سره د اړیکو دفتر له لوري د «فارغانو فورم» هم ورکړل شو، څو تر فراغت وروسته هم له پوهنتون سره په اړیکه کې پاتې شي او په بېلابېلو پروګرامونو کې فعاله ونډه واخلي.

د اقتصاد پوهنځي رییس ډاکټر سیدعبدالمعز له محصلینو وغوښتل، چې له پوهنځي سره تل په اړیکه کې اوسي او په هغو بېلابېلو پروګرامونو کې چې د دې پوهنتون له لوري جوړېږي، برخه واخلي.

د اقتصاد پوهنځي استاد ذبیح الله شریفي بیا محصلین وهڅول، چې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي او د یوه بریالي شخصیت د جوړېدو لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

د محصلینو په استازیتوب محمد رحیم خبرې وکړې او د خپلو څلور کلنو زده کړو پر مهال یې د کاردان پوهنتون د مشرتابه، د اقتصاد پوهنځي د مسوولینو، استادانو او اداري کارکوونکو هلې ځلې وستایلې. نوموړي زیاته کړه، چې د خپلو زده کړو پر مهال یې د اقتصاد برخې وروستۍ تیوري او عملي زده کړې ترلاسه کړي او له دې امله له ټولو استادانو مننه کوي.

د پروګرام په پای کې محصلینو په کاردان پوهنتون کې د زده کړو پر مهال خپلې خوږې، په زړه پورې او خندونکې خاطرې هم شریکې کړې.