د اقتصاد پوهنځي محصلینو له ټرانسپورټ وزارت څخه لیدنه وکړه

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د ادارې او تجارت او اقتصاد ډیپارټمنټونو شاوخوا ۶۲ تنو محصلینو د ۱۳۹۸ کال د لړم میاشتې په ۱۸ مه د افغانستان اسلامي جمهوریت د ټرانسپورټ وزارت له چارو او فعالیتونو څخه له نژدې لیدنه وکړه.

دا علمي سیر د یاد پوهنځي د درې تنو استادانو فواد عاصم، نجیب الله نیازي او فیضان احمد په مشرۍ ترسره شو.

د کاردان پوهنتون محصلینو په دې لیدنه کې د ټرانسپورټ وزارت د مالي، بشري سرچینو، بازار موندنې او د بررسۍ او ارزونې ریاستونو د فعالیتونو څرنګوالي په اړه هر اړخیز مالومات ترلاسه او خپلې تیوري زده کړې یې له عملي هغو سره پرتله او وارزولې.

په دې لیدنه کې د یادو برخو رییسانو محصلینو ته د خپلو فعالیتونو او اړوندو پالیسیو او تګلارو په اړه اړین مالومات ورکړل او د چارو د ترسراوي د څرنګوالي په اړه یې د هغوی پوښتنو ته ځوابونه هم وویل.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ډېری محصلینو چې په دې علمي سیر کې یې برخه لرله، دا یو خورا ګټور علمي سیر وباله او د تیوري زده کړو ترڅنګ یې د عملي هغو د اسانتیاو د برابرولو له امله د یاد پوهنځي له مسوولینو مننه وکړه.

علمي سیر د تدریس یو له ګټورو مېتودنو څخه ګڼل کېږي. کاردان پوهنتون له همدې امله تل هڅه کوي، چې خپلو محصلینو ته د تیوري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو آسانتیاوې برابرې کړي، څو هغوی وکولای شي، د نظري زده کړو د عملي چاپېریال په اړه هر اړخیز مالومات ترلاسه کړي.