د محصلینو د تولیداتو شپږم نندارتون جوړ شو

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د ادارې او تجارت او اقتصاد څانګو د محصلینو د تولیداتو شپږم نندارتون جوړ شو. په دې یو ورځني نندارتون کې د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې د یادو تحصیلي څانګو د محصلینو وړتیاوې او نوښتونه نندارې ته ایښودل شوي وو.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس ډ‌اکټر سید عبدالمعز میرزاده د دا ډول نندارتونونو جوړول د محصلینو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په برخه کې یو خورا مهم او ارزښتمند ګام وباله، زیاته یې کړه:« دا نندارتون مو له پخوانیو هغو سره په خورا توپیر جوړ کړی دی. موږ په دې ترڅ کې وکولای شول د اقتصاد او ادارې او تجارت څانګې د ګڼ شمېر محصلینو وړتیاوې او نوښتونه نندارې ته وړاندې کړو.»

نوموړي وړاندې وویل، په دې نندارتون کې ایښودل شوي ټول توکي د محصلینو خپلې نظریې او نوښتونه ول او له پوره هلو ځلو وروسته پر دې وتوانېدل، چې د عمل جامه ور واغوندي.

دا شپږم ورته نندارتون دی، چې د کاردان پوهنتون له لوري د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې د اقتصاد او ادارې او تجارت څانګې محصلینو د وړتیاوو او مسلکي مهارتونو د لوړاوي په موخه جوړېږي. په دې نندارتون کې د محصلینو ۳۹ کاري ډلو برخه اخیستې وه.