د ۲۰۱۹ کال څلوېښت غوره څېرې وستایل شوې

د کاردان پوهنتون د ۲۰۱۹ کال له څلوېښت کلونو کم عمره څلوېښت غوره څېرې، د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې وستایل شوې. یاد مراسم د کاردان پوهنتون د عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني، اجرايوي رییس ښاغلي میرویس نهضت، د پوهنځیو د رییسانو، ګټونکو کسانو او د هغوی د کورنیو په ګډون جوړ شوي وو.

دا څلوېښت غوره څېرې د کاردان پوهنتون د هغو ۲۱۶ تنو محصلینو او فارغانو له مینځه، چې له څلوېښت کلونو د کم عمره څلوېښت غوره پروګرام ته نوماندان وو، د ځانګړې غوراوي کمېټې له لوري تر کره ارزونو وروسته ټاکل شوي دي.

د کاردان پوهنتون عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني غونډې ته په خپله پرانېستونکې وینا کې وویل: « خوښ یم، چې نن د کاردان پوهنتون د څلوېښت غوره څېرو په مینځ کې یم او د دې فرصت را رسېدلی، چې ستاسو د زیار او هلو ځلو قدردانی وشي. له څلوېښت کلونو د کم عمره څلوېښت غوره پروګرام تر ټولو مهمه موخه د هغو کسانو ستاینه ده، چې په یوه کمه زماني موده کې د پام وړ لاسته راوړنې او د راتلونکو فعالیتونو لپاره کافي وخت لري، څو لا ډېر زیار وباسي، هلې ځلې وکړي او وښيي، چې واقعاً د څلوېښت غوره څېرو له ډلې دي.»

ښاغلي رحماني بریالیو کسانو ته په خطاب کې څرګنده کړه: « تاسو د افغانستان د تر ټولو غوره پوهنتون څلوېښت غوره څېرې ټاکل شوي یاست، دا یو لویه لاسته راوړنه ده، چې تاسو او ستاسو کورنیو ته یې د زړه له کومې مبارکي وايم، خو تاسو د خدمت لپاره ډېر موده په مخ کې لرئ، راځئ ژمنه وکړو، چې ښه کار وکړو، زیار وګالو، ونه درېږو، ریښتیني واوسو، په وړو کارونو کې بند پاتې نشو، تعصب ته نه ووایو، خپل لید پراخ کړو، له افغانستان سره پاتې شو او دې هېواد ته خدمت وکړو. دا وطن پر مونږ او ستاسو بې نهایت ډېر حق لري.»

ښاغلي رحماني وړاندې وویل: « په تېرو څلورو کلونو کې، چې موږ هر کال څلوېښت غوره څېرې ټاکلي؛ ډېری یې د دې هېواد ډېر ښه کادرونه دي، تل زیار باسي او د خپلو خلکو په خدمت کې دي. موږ د داسې کسانو ډېرې ښې بېلګې لرو، له هغې ډلې یوه یې چې د سږ کال په څلوېښت غوره څېرو کې راغلې، فرحناز مصطفوي ده. هغې په کاردان کې حقوق لوستي او په رضاکارانه ډول یې خپل فعالیتونه پیل کړي، اوسمهال د هېواد په ۷ ولایتونو کې کار کوي او په هر ولایت کې څلوېښت رضا کار ځوانان ورسره په کار او فعالیت بوخت دي.»

دا پروګرام په کلني ډول د کاردان پوهنتون د محصلینو او فارغانو له مینځه د څلوېښت غوره څېرو د ټاکلو په موخه جوړېږي، چې د سږ کال ګټونکي یې په ټولنه کې د اغېز درلودلو معیار ته په پام ټاکل شوي دي.

د کاردان پوهنتون د ادارې او تجارت تحصیلي څانګې فارغ التحصیل منیر عبیدي وايي: « دا چې د کاردان پوهنتون په څلوېښت غوره څېرو کې راغلی یم واقعاً خوښ یم او په کاردان پوهنتون ویاړم، چې د ځوان نسل د هڅونې او ستاینې په موخه یې داسې ګټور پروګرام پیل کړی، څو هغوی په هېواد کې پاتې شي، خدمت وکړي او د نورو ځوانانو لپاره یوه ښه الګو شي. دا ایوارډ یوه لایوه لاسته راوړنه ده او موږ هڅوي، چې په خپلو اړوندو فعالیتونو کې لا هم ګړندي شو، پر مخ ولاړ شو او په ټولنه کې خپل اغېز وښیو او افغانستان د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسو.»

نیلابه لطیفي، چې د ۲۰۱۹ کال په څلوېښت غوره څېرو کې راغلې او د کاردان پوهنتون د ادارې او تجارت څانګې د اتم سمسټر محصله ده، له څلوېښت کلونو د کم عمره څلوېښت غوره پروګرام د کاردان پوهنتون یو له تر ټولو غوره پروګرامونو ګڼي، چې په ترڅ کې یې هغه محصلین او فارغان د غوره څېرو په توګه ټاکل کېږي، چې په ټولنه کې د کار او فعالیت له امله اغېز لري. هغې وړاندې وویل: « زه ډېره خوښه یم، چې د دومره محصلینو او فارغانو له مینځه ټاکل شوې یم، دا ایوارډ موږ هڅوي، چې خپلو هلو ځلو ته لا دوام ورکړو، په ټولنه کې اغېز ولرو او د نورو ځوانانو لپاره یوه ښه الګو واوسو.»

د یادولو وړ ده، چې کاردان پوهنتون له تېرو څلورو کلونو راهیسې د خپلو محصلینو او فارغانو له مینځه له څلوېښت کلونو کم عمره څلوېښت غوره څېرې د مشرتابه، مدیریت، په ټولنه کې د اغېز درلودلو او د هغوی علمي لاسته راوړنو ته په پام ټاکي. تراوسه ۱۶۰ تنه د یادې پروسې په ترڅ کې د کاردان پوهنتون د غوره څېرو په توګه ټاکل شوي، چې په ټولنه کې د خدمت او اغېز تر ټولو ښې بېلګې دي.