د سیاسي اروا پوهنې په تړاو روزنیز سیمینار جوړ شو

د کاردان پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ محصلینو ته «په افغان سیاست کې سیاسي اروا پوهنه» تر نامه لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو.

دا روزنیز سیمینار د یاد ډیپارټمنټ د بېلابېلو سمسټرونو د شاوخوا ۸۰ تنو محصلینو په ګډون د ۱۳۹۸ کال د لړم میاشتې په ۶ مه، د کاردان پوهنتون په پروان دو څانګه کې جوړ شوی و.

سیمینار د اروا پوه، څېړونکي او د پوهنتون د استاد ښاغلي حمیدالله شریفي له لوري، چې په اروا پوهنه کې د دکتورا تر کچې لوړې زده کړې لري، وړاندې شو. نوموړي د افغان سیاست او سیاسي اروا پوهنې په اړه محصلینو ته هر اړخیزه وینا وکړه او هڅه یې دا وه، چې هغوی ته د اروا پوهنې د اهمیت او په اوسني سیاسي وضعیت کې د سیاسي اروا پوهنې د حیثیت په اړه هر اخیز مالومات ورکړي.

ښاغلي شریفي دغه راز، د پروګرام په لومړي نیم ساعت کې، په افغانستان کې د اروايي ناروغیو او هغو ته د جدي پاملرنې په اړه هم وینا درلودله او د ګڼ شمېر محصلینو پوښتنو ته یې ځوابونه هم وویل.

د کاردان پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ آمر ښاغلی زاهد جلالي وايي: « له درسي نصاب بهر روزنیز پروګرامونه د محصلینو د علمي سویې د لوړولو په برخه کې خورا ګټور دي. له همدې امله موږ تل هڅه کوو، چې محصلینو ته د یو لړ مهمو مسایلو په تړاو د هېواد د مطرحو علمي او سیاسي څېرو په مرسته روزنیز او علمي سیمینارونه جوړ کړو.»

ښاغلی جلالي زیاتوي: « په افغانستان کې عموماً د مسایلو رواني اړخ ته هومره پاملرنه نه کېږي. د انسان کړه وړه ټول د روان تر اغېزې لاندې دي، همدې مهم ته په پام موږ وغوښتل، چې د رواني مسایلو او په افغان سیاست کې د ارواپوهنې د اهمیت په تړاو محصلینو ته د یو روزنیز سیمینار په ترڅ کې مالومات ورکړو.»

موده وړاندې، د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ محصلینو ته د مشهور فلسطیني ـ امریکايي فیلسوف او مفکر دکتور اسماعیل راجي الفاروقي د ژوند او سیاسي افکارو په تړاو هم روزنیز سیمینار جوړ شوی و، چې په ترڅ کې د نوموړي د ژوند او فلسفي او سیاسي افکارو په تړاو هر اړخیز بحث او خبرې اترې وشوې.

د ویلو وړ ده، چې کاردان پوهنتون تل د خپلو محصلینو د علمي سویې او لید لوري د پراختیا په موخه له تحصیلي نصاب بهر د بېلابېلو مسایلو په تړاو روزنیز سیمینارونه جوړوي، څو هغوی له دې لارې وکړای شي، له ګڼو مهمو سیاسي، ټولینزو او اقتصادي مسایلو سره آشنا او په اړه یې بشپړ مالومات ولري.