کاردان پوهنتون خپل غوره محصلین وستایل

کاردان پوهنتون د یوې لویې غونډې په ترڅ کې شاوخوا ۱۰۶ تنه غوره محصلین، چې د ۱۳۹۷ کال د مني سمسټر کې تر ټولو لوړې نمرې اخیستې وې؛ وستایل. د غوره محصلینو ستاینغونډه د کاردان پوهنتون د مشرتابه پلاوي، استادانو، محصلینو او د هغوی د کورنیو په ګډون د تایمني څانګې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

یاد محصلین چې له بېلابېلو تحصیلي څانګو څخه دي د کاردان پوهنتون د مشرتابه پلاوي له لوري د ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل شول او په پام کې ده، چې یو شمېر یې د خپلو زده کړو د دوام لپاره مالي مرستې او تحصیلي بورسیې هم ترلاسه کړي.

د کاردان پوهنتون علمي مرستیالې آغلې مینې رحماني ټولو ممتازو محصلینو ته د لا بریالیتوبونو هیله وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د هغوی لپاره به د باکیفیته لوړو زده کړو لا ډېر تحصیلي فرصتونه او آسانتیاوې برابرې کړي.

مېرمن رحماني محصلینو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې تاسې د افغانستان د تر ټولو غوره پوهنتون غوره محصلین یئ او ستاسې بریا له موږ سره مرسته کوي، چې خپلې هڅې لا ګړندۍ او په نوښتونو کې مخکښ واوسو. مېرمن رحماني یادونه وکړه، چې د کاردان پوهنتون کتابتون ته یې لازمه پراختیا ورکړې او دا مهال پکې شاوخوا ۵۵۰۰ ټوکه بېلابېل کتابونه موجود دي.

د کاردان پوهنتون علمي مرستیالې زیاته کړه، کوم څه چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې موږ ټولنې او محصلینو ته ورکړي، سبب شوي چې ډیری ځوانان وغواړي په کاردان پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړې پرمخ یوسي.

د کاردان پوهنتون د مالي مرستو او تحصیلي بورسیو دفتر په پام کې لري، چې د روان پسرلني سمسټر په ترڅ کې د یادو غوره محصلینو له ډلې ۴۴ هغو سره، چې تر ټولو لوړې نمرې یې اخیستي وي مالي مرستې هم وکړي.

د کاردان پوهنتون د ادارې او تجارت څانګې محصل ښاغلی پروېز عزیزي چې د غوره محصلینو په ډله کې راغلی خوښ دی، چې د افغانستان په ترټولو غوره پوهنتون کاردان کې خپلې لوړې زده کړې کوي. نوموړی د کاردان پوهنتون له لوري د غوره محصلینو ستایل یوه غوره ګام بولي او زیاتوي:« د پوهنتون له لوري د تشویقي پروګرامونو جوړول مونږ ته دا انګېزه راکوي، چې په خپلو درسونو کې لا کوښښ وکړو او خپلو موخو ته په ښه ډول ورسېږو. د کاردان پوهنتون تحصیلي نصاب، منظم درسي سیستم او اداري مدیریت له موږ سره مرسته کړې، چې په خپل تحصیلي ژوند کې ګڼو بریالیتوبونو ته لاسرسی پیدا کړو.»

د کاردان پوهنتون یو تن بل محصل ښاغلي متین صدیقي بیا د غوره او باکیفیته تحصیلي خدمتونو له امله د کاردان پوهنتون له مشرتابه او استادانو مننه وکړه او هیله یې وښوده، چې په کاردان پوهنتون کې شته فرصتونه به ورسره مرسته وکړي، چې خپلو موخو ته په ښه ډول ورسېږي. ښاغلي صدیقي د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو لپاره کاردان تر ټولو غوره ځای وباله.

د محصلینو والدینو چې د خپلو اولادونو د ستاینې او هڅونې په موخه یې یاد غونډه کې برخه اخیستې وه، د کاردان پوهنتون له مشرتابه او استادانو مننه وکړه، چې د هېواد په خورا ستونزمنو شراېطو کې د دوی اولادونو ته د غوره او باکیفیته زده کړو آسانتیاوې برابرې کړي دي.

د یادولو وړ ده، چې د ممتازو محصلینو ستاینغونډه په کلني ډول دوه ځلې د هر سمستر په پای کې د کاردان پوهنتون د بېلابېلو تحصیلي څانګو د غوره محصلینو د ستاینې، هڅونې او له هغوی سره د مالي مرستو په موخه جوړېږي.