د کاردان پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ د سیاسي علومو ټولنې د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي په ۲۱ مه د غوره ډیپلوماټ لومړنۍ د مناظرې سیالي جوړه کړه.
د دې سیالۍ د جوړېدو آره موخه د سولې بهیر په عملي سناریو کې محصلینو ته د یو ډیپلومات په توګه د ګډون زمینې برابرول او په دې برخه کې د خپلو مهارتونو پیاوړتیا وه.
د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ محصلینو د مناظرې په دریو پړاونو کې د ښاغلي آرین پور او ښاغلي عدنان ناصري تر نظر لاندې برخه واخیسته. د پروګرام په پیل کې ښاغلي ناصري د سولې د کېدونکو او نه کېدونکو عناصرو په تړاو مقدماتي خبرې وکړې.
وروسته د سولې د وروستیو اقداماتو په تړاو ډله ییز بحث وشو او د سیاسي علومو ټولنې غړیو د دوو موضوعاتو « د ایران او امریکا متحده آیالتونو ترمنځ جګړه» او د کشمیر په مسله کې « د هند او پاکستان مخامخ کېدل» په تړاو هر اړخیز بحث او خبرې اترې وکړې.
د غوره ډیپلومات په دې سیالۍ کې برېښنا نصرت او فرشتې سامیت لومړی مقام، مروې اعظمي او سباوون ارغنیدوال دویم او اسمل سینا او فاطمې عتیقي درېیم مقام خپل کړ.
کاردان پوهنتون د کرونا ویروس له خپرېدو تر دې دمه د خپلو محصلینو د علمي سویې د لوړولو او په دې ستونزمنو حالاتو کې هغوی ته د انګېزې ورکولو په موخه د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ګڼ شمېر آنلاین پروګرامونه جوړ کړي او هڅه کوي، چې دا لړۍ همداسې روانه وساتي.