د پسرلي سمسټر محصلین د انګلیسي ژبې له اساساتو پروګرام څخه فارغ شول


کاردان پوهنتون د خپلو نویو محصلینو د ظرفیتونو د لوړولو په پار د اکاډمیکو موخو لپاره د انګلیسي ژبې د اساساتو دوه نیم میاشتنی پروګرام د (English for Academic Purposes) تر عنوان لاندې په بریالي ‌ډول ترسره کړ. په دې پروګرام کښې تر ۱۸۰ زیاتو محصلینو ګډون درلود.

په یاد پروګرام کې محصلینو د خبرو کولو، نوټ لیکنې، له علمي سرچینو د ګټې اخیستنې او د خبرې کولو، لیکلو او د انګلیسي ژبې د یو شمېر نورو مهمو اړخونو په تړاو روزنه ترلاسه کړه، چې په علمي او اکاډمیک ډول یې له محصلینو سره د انګلیسي ژبې د اساساتو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړه.

کاردان پوهنتون د هر سمستر په پیل کې د هغو محصلینو لپاره چې له انګلیسي ژبې سره پوره بلدتیا ونلري ددې ژبې د اساساتو پروګرام جوړوي، څو محصلین وکولای شي له ورځني تدریس نه په ښه ډول ګټه پورته کړي. ددې پروګرام مهمې ګټې په اکاډمیک او مسلکي ډول د علمي رسالو لیکل، د سمینارونو وړاندې کول، په ښه ډول د کتابونو او علمي ژورنالونو لوستل او د زده کړې پر مهال د نوټ نیونې مهارتونو پیاوړتیا ده.

د پروګرام ګډونوالو محصلینو د سمسټر په پیل کې د انګلیسي ژبې د زده کړې پروګرام د جوړېدو له امله له کاردان پوهنتون څخه مننه وکړه، زیاته یې کړه، چې ددې ډول پروګرامونو جوړول له هغوی سره د لوړو زده کړو د دوام په برخه کې خورا مرسته کولای شي.