د نړۍ د اغېز لرونکو پوهنتونونو په درجه بندۍ کې د کاردان پوهنتون ځلېدل


کاردان پوهنتون ویاړي، چې د افغانستان د لومړني پوهنتون په توګه د ټایمز لوړو زده کړو بنسټ له لوري د نړۍ د ۶۰۰ اغېز لرونکو پوهنتونو په ډله کې یې ځای وموند.

ټایمز لوړ زده کړو بنسټ په کلني ډول د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي موخو ته د رسېدو په برخه کې د اغېز درلودلو پربنسټ د نړۍ معتبر پوهنتونونه ارزوي.

د ټایمز لوړو زده کړو بنسټ له لوري د ملګرو ملتونو تلپاتي پراختیايي موخو ته د رسېدو په برخه کې د ۲۰۲۰ کال د معتبرو پوهنتونونو درجه بندي، چې د نړۍ د ۸۹ هېوادونو پوهنتونونه د ملګرو ملتونو ۱۷ تلپاتې پراختیايي موخو ته د رسېدو په برخه کې د اغېز درلودلو پر بنسټ ارزول شوي؛ اعلان شوه.

د افغانستان د مخکښ پوهنتون په توګه کاردان د نړۍ د څه باندې ۶۰۰ معتبرو پوهنتونونو په ډله کې د ملګرو ملتونو د یادو ۱۷ اهدافو له ډلې د څلورو هغو ( د باکیفیته تدریس تضمین، جنسیتي برابروالي ته لاسرسی، اقتصادي پیاوړتیا او د تلپاتې پراختیا لپاره نړیوال ګډون) پر بنسټ ارزول شوی دی.

د کاردان پوهنتون د ارزونې پایلې څرګندوي، چې دا پوهنتون د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي موخو اتم هدف ته د رسېدو په برخه کې چې تلپاتې اقتصادي پیاوړتیا ده، د نړۍ د معتبرو پوهنتونونو په ډله کې ۲۰۱ ځای خپل کړی دی. په همدې لړ کې کاردان پوهنتون څلورم هدف (د باکیفیته لوړو زده کړو تضمین) ته د رسېدو په برخه کې ۴۰۱ ځای، پنځم هدف (جنسیتي برابروالی او د نجونو او مېرمنو پیاوړتیا) ته د رسېدو په برخه کې ۳۰۱ ځای او دغه راز اوولسم هدف (د تلپاتي پراختیا لپاره نړیوال ګډون) ته د رسېدو په برخه کې ۴۰۱ ځای خپل کړی، چې په نړیواله کچه د کاردان پوهنتون د معتبر مقام څرګندونه کوي.

د کاردان پوهنتون عمومي رییس ښاغلی رویین رحماني په دې اړه وايي:« د نړۍ د معتبرو اغېز لرونکو پوهنتونونو په ډله کې د کاردان پوهنتون راتلل د لوړو زده کړو په برخه کې د نړیوالو معیارونو پلي کېدلو ته د دې پوهنتون ښکاره ژمنتیا څرګندوي او همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي موخو ته د رسېدو په برخه کې د دې بنسټ د رغنده رول درلودل په ډاګه کوي.

کاردان پوهنتون د افغانستان د اغېز لرونکي پوهنتون په توګه، په هېواد کې د ملګرو ملتونو ټولو تلپاتي پراختيايي موخو ته د رسېدو په برخه کې همکارۍ ته ژمن دی. د کاردان پوهنتون مشرتابه پلاوی د دې بې مخینې لاسته راوړنې له امله د افغانستان ټولې اکاډمیکې کورنۍ په ځانګړي ډول د دې پوهنتون محصلینو، استادانو او کارکوونکو ته د زړه له کومې مبارکي وايي.

د کاردان پوهنتون لنډه پېژندنه
کاردان پوهنتون په ۱۳۸۱ کال کې د افغانستان د لومړنۍ خصوصي موسسې په توګه تاسیس شو. دې پوهنتون د تاسیس له پیل تر دې مهاله څه باندې ۳۰ زره فارغان، چې د لیسانس، ماسټرۍ او انګلیسي ژبې په برخو کې زده کړې کړي، ټولنې ته وړاندې کړي دي. د دې پوهنتون څه باندې ۶۰۰ فارغانو معتبرو نړیوالو تحصیلي بورسیو ته هم لار موندلې ده.
کاردان پوهنتون په ۱۳۹۷ کال کې د افغانستان له لوړو زده کړو وزارت څخه علمي اعتبار ترلاسه کړ. د ادارې او تجارت د لیسانس او ماسټري څانګو یې بیا لوړو زده کړو ته د علمي اعتبار ورکولو له نړیوالې شورا څخه هم خپل د علمي اعتبار سندونه ترلاسه کړي دي. دا پوهنتون همدارنګه د افغانستان په کچه لومړنی تحصیلي بنسټ دی، چې د یو شمېر بنسټونو لکه د لوړو زده کړو د اعتبار ورکولو شورا د کیفیت د تضمین برخې، د آسیا پاسفیک د کیفیت د تضمین شبکې او د سوداګرۍ تحصیلي بنسټونو د نړیوالې شبکې غړیتوب لري.

د ټایمز لوړو زده کړو بنسټ لنډه پېژندنه
د ټایمز لوړو زده کړو بنسټ لومړنی بنسټ دی، چې پوهنتونونه د خپل اغېز درلودلو پر بنسټ ارزوي. د ټایمز له لوري په خپره شوې درجه بندۍ کې تحصیلي بنسټونه د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي موخو ته د رسېدو پر بنسټ ارزیابي شوي دي. ملګري ملتونه ۱۷ تلپاتې پراختيايي موخې لري، چې یاد بنسټ د ۱۱ هغو پر اساس په دریو حوزو (څېړنه، پراختیا او نظارت) کې سږنۍ ارزونه کړې ده. د ویلو وړ ده، چې ټایمز لوړو زده کړو بنسټ تر دې دمه په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۴۰۰ د لوړو زده کړو بنسټونه ارزولي دي.