د حقوقو ډیپارټمنټ محصلینو د سیرت النبي ﷺ د سیالیو لومړی مقام وګاټه

کاردان پوهنتون، د حضرت محمد ﷺ د میلاد مبارک د نمانځلو او د هغه ﷺ د ژوند او کړو وړو د پوهاوي په موخه د خپلو محصلینو ترمنځ د سیرت النبي سیالي جوړه کړه.

په دې سیالۍ کې د کاردان پوهنتون د اوو تحصیلي څانګو درې کسیزه ټیمونو برخه اخیستې وه، چې تر درې پړاونو سیالۍ وروسته د حقوقو ډیپارټمنټ لومړی، د سېول انجنیري دویم او د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ درېیم مقام خپل کړ. د دې سیالۍ لومړي مقام ته ۱۲ زره افغانۍ، دویم مقام ته ۹ زره او درېېم هغه ته ۶ زره افغانۍ نغدي ډالۍ هم ورکړل شوې.

د کاردان پوهنتون یو تن استاد ذبیح الله شریفي، چې د دې سیالۍ تنظیموونکی و، وايي: « د حضرت محمد ﷺ د میلاد مبارک د نمانځلو په اړه جوړېدونکي غونډې ټولې ګټورې دي. موږ پوهېږو، چې صحابه کرامو د میلاد نمانځنه نه کوله، ځکه پیغمبر ﷺ د هغوی په ذهن او ضمیر کې تل ژوندی او هېڅکله یې له زړونو نه بهر کاوه.»

ښاغلی شریفي زیاتوي: « موږ چې د حضرت محمد ﷺ میلاد نمانځو د سیرت النبي له حقایقو او محمدي رسالت سره د خلکو آشنا کول دي. د میلاد النبي نمانځنه په حقیقت کې د آسماني رسالت نمانځنه ده.»

د کاردان پوهنتون ډېری محصلینو د دې سیالۍ له جوړېدو خوښ وو او د پوهنتون له مشرتابه هیله یې څرګنده کړه، چې هر کال دې د محصلینو ترمنځ د سیرت النبي سیالي جوړه کړي.

دا لومړی ځل دی، چې کاردان پوهنتون د خپلو محصلینو ترمنځ د حضرت محمد ﷺ د میلاد مبارک د نمانځلو او د هغه ﷺ د ژوند او کړو وړو د پوهاوي په موخه د سیرت النبي سیالي جوړوي. دا سیالي د کاردان پوهنتون د تایمني څانګې د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه او د یادو تحصیلي څانګو لسګونو محصلینو پکې برخه اخیستې وه.