د کارموندنې نندارتون کې لسګونه خالي بستونه نندارې ته وړاندې شول

کاردان پوهنتون، د خپلو محصلینو او فارغانو لپاره د کار او کارزده کړې آسانتیاو د برابرولو په موخه د روان ۱۳۹۸ کال د لړم په ۲۲ مه د کارموندنې نندارتون جوړ کړ.

په دې نندارتون کې ۲۵ ملي او نړیوالو بنسټونو شاوخوا ۱۰۰ خالي بستونه نندارې ته وړاندې کړل او د تکړه او مسلکي کسانو لټه یې کوله.

د کاردان پوهنتون د کارموندنې خدمتونو مدیر محمد امین حکیمي د یاد نندارتون د جوړېدو په اړه وايي: «د دې نندراتون د جوړولو آره موخه د کاردان پوهنتون د محصلینو او فارغانو لپاره د کار او کار زده کړې زمینې برابرول دي. موږ تر دې وړاندې هم ورته پروګرامونه جوړ کړي او پر دې بریالي شوي یو، چې د خپلو محصلینو او فارغانو لپاره په ملي او نړیوالو بنسټونو کې د کار او کار زده کړې زمینه برابره کړو.»

ښاغلی حکیمي زیاتوي، د کاردان پوهنتون شاوخوا ۲ زرو محصلینو او فارغانو له دې نندراتون څخه لیدنه وکړه او یادو ادارو ته یې غوښتنلیکونه ورکړل. هیله ده، دا نندارتون سبب شي، چې یو ډېر شمېر محصلین او فارغان د خپلې خوښې دندې ترلاسه کړي.

د کاردان پوهنتون د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ د اووم سمسټر محصله زهرا یوسفي د محصلینو او فارغانو لپاره د کار او کارزده کړې فرصتونو د رامنځ ته کولو په برخه کې د دې نندارتون جوړول یو خورا ګټور ګام بولي او زیاتوي: « ما څو ادارو ته خپل غوښتنلیکونه ورکړل او ډېره هیله منه یم، چې د دې نندارتون له لارې وکولای شم خپل د مسلک مطابق او د خوښې وړ دنده پیدا کړم.»

د حبیب ګلزار کوکاکولا تولیدي شرکت د بشري سرچینو مسوول شعیب صمدي، چې په یاد نندارتون کې یې د خپلې ادارې تش بستونه نندارې ته ایښي وو، وايي: « موږ د یوې تولیدي کمپنۍ په توګه تل له خصوصي بنسټونو ملاتړ کړی. په دې پروګرام کې د ګډون موخه مو وړ او مسلکي کسانو ته د کاري فرصتونو وړاندې کول دي. د هېواد د یوه غوره پوهنتون کاردان له لوري د دې نندارتون جوړول یو ښه ګام دی او موږ هیله من یو، چې د دې پوهنتون د محصلینو او فارغانو له مینځه خپلو تشو بستونو ته وړ کسان پیدا کړو.»

د کاردان پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو د دویم سمسټر محصل سباوون ارغندیوال بیا دا نندارتون د محصلینو او فارغانو دواړو لپاره خورا ګټور بولي او زیاتوي: « کوم پروګرام چې نن کاردان پوهنتون جوړ کړی د ټولو لپاره یو ښه فرصت دی، دا محصلینو ته انګېزه ورکوي، چې په خپلو درسونو کې ښه وځلېږي او د شرکتونو له کار زده کړې فرصتونو څخه ګټه واخلي. دغه راز، فارغانو ته د کار واقعي فرصتونو زمینه برابروي، څو له فراغت وروسته هغوی ته د ناامیدۍ احساس پیدا نشي او له دې لارې خپلې د خوښې وړ دندې ترلاسه کړي.»

د «بزنس ډي.ان.اې» نشریې استازی عبدالله سادات چې د کارموندنې په دې نندارتون کې یې ګډون کړی، وايي: « موږ دلته خپل ۱۱ خالي بستونه وړاندې کړي او هڅه کوو، چې باتجربه او مسلکي کسان پیدا او پر دندو یې وګمارو. دا نندارتون د هغو کسانو لپاره چې د دندې په لټه کې دي او د هغو شرکتونو لپاره چې غواړي مسلکي کسان وګماري یو ښه فرصت دی. موږ د دې زمینې د برابرولو له امله له کاردان پوهنتون څخه مننه کوو.»

دا پنځم ورته نندارتون دی، چې کاردان پوهنتون یې د خپلو محصلینو او فارغانو لپاره د کار او کار زده کړې آسانتیاوو د برابرولو په موخه جوړوي.