د نویو محصلینو لپاره د ښه راغلاست اونۍ پروګرام جوړ شو

د کاردان پوهنتون د محصلینو د بریا مرکز ویاړي، چې د نویو محصلینو لپاره یې د ښه راغلاست اونۍ د بېلابېلو پروګرامونو په جوړولو سره پیل کړه. د ښه راغلاست اونۍ پروګرام چې د روانې وري میاشتې له درېیمې تر لسمې نېټې جوړ شوی و، د اکاډمیکې لیکوالۍ روزنه، د کارموندنې مهارتونو سیمنار، د محصلینو د ټولنو معرفي، د اکاډمیکو موخو لپاره د انګلیسي ژبې پروګرام، د کاردان پوهنتون د بېلابېلو برخو لیدنه، د نیالګیو کېنول او دوستانه ورزشي لوبې پکې شاملې وې.

نویو محصلینو د ښه راغلاست اونۍ په ترڅ کې د محصلینو د بریا له مرکز، اړوندو څانګو او د پوهنتون له آسانتیاو او امکاناتو څخه لیدنه وکړه او له استادانو، کارکوونکو او افتخاري سفیرانو سره یې پېژندګلوي هم حاصله شوه. محصلینو د کارموندنې مهارتونو سیمینار کې د سي وي یا خلص سوانح او کار غوښتنلیک برابرول زده کړل او د کاردان پوهنتون له کاري او کار زده کړې پروګرامونو سره لا ډېر بلد شول. ددې ترڅنګ، هغوی د اکاډمیکې لیکوالۍ په روزنیز پروګرام کې برخه واخیسته او د علمي او څېړنیزې لیکوالۍ سمې لارې چارې یې زده کړې.

کاردان پوهنتون ددې لپاره چې نوي محصلین په لوړه روحیه خپل درسونه پیل کړي د ښه راغلاست اونۍ په ترڅ کې د هغوی ترمنځ څلور ورزشي سیالۍ (بالېنګ، فوټبال، کرکټ او والیبال) هم جوړې کړې. د نویو محصلینو له ډلې دیارلس تنه هغه چې په کانکور آزموینه کې لوړې نمرې اخیستې وې؛ د سټرایکرز تفریحي مرکز ته ولاړل او هلته یې د بالېنګ سیالي ترسره کړه. د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي یوې محصلې آغلې سمیرا د بالینګ له سیالۍ وروسته د یادو لوبو د جوړېدو له امله د پوهنتون د محصلینو د بریا له مرکز څخه مننه وکړه او د ښه راغلاست اونۍ په اړه یې وویل:« د ښه راغلاست اونۍ له موږ سره مرسته وکړه، چې له کاردان پوهنتون سره لا ډېر بلد شو. موږ په بېلابېلو پروګرامونو کې د نوم لیکنې ترڅنګ دغه راز د بالینګ سیالي هم وکړه، چې په ټوله کې خوښونکې وه.»

پر دې سربېره د نویو محصلینو ترمنځ د فوټبال دوستانه لوبه وشوه، چې له ډلې یې درې تنو د کاردان پوهنتون د فوټبال منتخب ټیم ته لاره پیدا کړه. ددې اونۍ په ترڅ کې د نویو محصلینو ترمنځ دوه د کرکټ او والیبال لوبې هم وشوې، چې په پام کې ده له منځه یې غوره څېرې د کاردان پوهنتون ورزشي ټولنو او د کرکټ او والیبال منتخبو ټیمونه ته لاره پیدا کړي.
د کاردان پوهنتون د محصلینو د ګډون او پروګرامونو دفتر مسوول ښاغلي اجمل نبي زاده د ښه راغلاست اونۍ پروګرام د جوړولو بنسټیزه موخه د پوهنتون له چاپېریال سره د نویو محصلینو بلدتیا یاده کړه، ویې ویل:« نوي محصلین کولای شي سر له ننه د کاردان پوهنتون د محصلینو له ټولنو سره یو ځای شي او د محصلینو د بریا مرکز له خدمتونو څخه په ګټې اخیستو ځان یو ګام نور بري ته نژدې کړي. مونږ خوښ یو، چې په بریالي ډول مو له محصلینو د ښه راغلاست اونۍ پای ته ورسوله او د کاردان پوهنتون په استازیتوب ټولو نویو محصلینو ته ښه راغلاست او د نوې تحصیلي دورې د پیل مبارکي وایو. کاردان له محصلینو سره یو ځای د هغوی د فردي ودې لپاره هلې ځلې کوي.»

د ښه راغلاست اونۍ په وروستۍ ورځ علاقمندو محصلینو د اکاډمیکو موخو لپاره د انګلیسي ژبې د اساساتو پروګرام پیل کړ، چې په دې برخه کې به د اړینو زده کړو له ترلاسه کولو وروسته د روان کال د ثور میاشتې په ۵ نېټه له یاد پنځه اونیز پروګرام څخه فارغ شي.

کاردان پوهنتون په پای کې یو ځل بیا خپلو ټولو نویو محصلینو ته ښه راغلاست وايي او د تحصیلي ژوند په ډګر کې هغوی ته د لا ډېرو پرمختګونو او بریالیتوبونو هیله کوي.