د روژې مبارکې میاشتې د فضلیت په تړاو آنلاین سیالي جوړه شوه

د کاردان پوهنتون د اقتصاد او د تجارت ادارې ډیپارټمنټونو د لومړي ځل لپاره د روژې مبارکې میاشتې د فضلیت په تړاو د محصلینو د علمي سویې د لوړولو په موخه آنلاین سیالي جوړه کړه. دا سیالي د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې په اتمه نېټه، چې د روژې مبارکې میاشتې له څلورمې سره برابرېږي، د زوم اپلېکشن له لارې په آنلاین بڼه جوړه شوې وه.

په یاده سیالي کې د بېلابېلو ډیپارټمنټونو شاوخوا ۸۲ محصلینو برخه اخیستې وه، چې د دوو تنو داورانو ترڅنګ د اقتصاد پوهنځي رییس ډاکټر عبدالمعز، د انجنیري او ټکنالوژي پوهنځي رییس انجنیر امیرزاده احمدزي او د ټولو ډیپارټمنټونو آمرینو هم د سیالۍ د څارلو په موخه ګډون درلود.

د سیالۍ د لا روڼتیا په موخه استاد محمد یوسف الکوزی د داخلي داور او د هېواد جید عالم مفتي شمس الرحمن فروتن د بهرني داور په توګه وټاکل شول. سیالي د انجنیري ډیپارټمنټ د آمر انجنیر ګل الرحمن په تلاوت پیل او وروسته دواړو داورانو د سیالۍ لومړی پړاو پیل کړ. د یادو ۸۲ محصلینو له ډلې ۳۰ تنو یې وکولای شول، چې پوښتنو ته د سمو ځوابونو پرمټ دویم پړاو ته لاره پیدا کړي.

په دویم پړاو کې د انجنیري ډیپارټمنټ محصلینو د پنځو نمرو په ترلاسه کولو سره د سیالۍ لومړی مقام، د تجارت ادارې د نجونو محصلینو ټیم د ۴ عشاریه ۹۰ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم مقام او د تجارت ادارې د هلکانو محصلینو ټیم د ۴ عشاریه ۷۰ نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړ. د لوموړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو ټیمونو ته د ډالیو ترڅنګ د ثقافت مضمون کې په ترتیب سره پنځه، څلور او درې نمرې هم ورکول کېږي.

د سیالۍ په پای کې د محصلینو په استازیتوب د ژورنالېزم او اړیکو ډیپارټمنټ محصلې سمیرا ګوهري خبرې وکړې او د کاردان پوهنتون له مشرتابه په ځانګړي ډول د اقتصاد پوهنځي له ریاست څخه یې د دې سیالۍ د جوړولو له امله مننه وکړه ویې ویل: « د قرنطین پرمهال زموږ محصلینو لپاره د دا ډول آنلاین پروګرامونو جوړول خورا ګټور دي. نن په دې سیالۍ کې ما هغه څه زده کړل، چې پخوا پرې نه پوهیدم او هیله لرم، چې ټولو محصلینو اعضمي ګټه ترې اخیستي وي.»

کاردان پوهنتون د قرنطین دورې له پیل سره سم په ټولو ډیپارټمنټونو کې د ارتباطي ټکنالوژۍ پرمټ آنلاین زده کړې پیل کړي او د محصلینو د علمي سویې د لوړولو لپاره هڅه کوي، چې د بېلابېلو مهمو مسایلو په تړاو آنلاین سیمینارونه او ورته سیالۍ هم جوړې کړي.