له رغنیزو پروژو د انجنیري څانګې د محصلینو عملي لیدنه

د کاردان پوهنتون د دانجنیري څانګې ګڼ شمېر محصلینو د عملي کارونو په لړ کې د یو شمېر رغنیزو پروژو چارې له نژدې ولیدې. ددې څانګې د محصلینو لپاره د تیوري ترڅنګ عملي زده کړې د انجنیري مدیریت په برخه کې یو خورا ارزښتناک او ګټور ګام ګڼل کېږي.

دغه ساحوي لیدنه د کاران پوهنتون د انجنیري تخنیکي ټیم له لوري، چې مشري یې د یادې څانګې آمر ښاغلي ګل الرحمن عبدالرحیمزي کوله د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند له یو شمېر رغنیزو پروژو ترسره شوه. په دې لیدنه کې د انجنیري څانګې د اووم او اتم سمسټر شاوخوا ۶۵ محصلینو برخه لرله.

د ساحوي ليدنې په پایله کې محصلین پر دې بریالي کېږي، چې د تیوري او عملي چارو ترمنځ اړیکه رامنځ ته، د رغنیزې ساحې عملیاتي چارې وارزوي، د پیاوړو او کمزورو ټکو په اړه یې بحث وکړي او خپل لارښود استاد ته د ساحوي لیدنې یو شمېر مهم اړخونه څرګند کړي.

د کاردان پوهنتون د انجنیري څانګې آمر ښاغلی ګل الرحمن عبدالرحیمزی د یادې ساحوي لیدنې په اړه وايي: « دا لیدنه د محصلینو لپاره ډېره ګټوره وه. دا د دوه عمودي څلور پوړیزو ودانیو د جوړېدو په اړه وه، چې په ترڅ کې یې محصلینو د چت د قالب بندۍ، د چت د سیخ بندۍ، د پایو د قالب بندۍ او د ټولې پروژې جوړښتي سیسټم له نژدې وکوت او په اړه یې لازم مالومات ترلاسه کړل.»

ښاغلی عبدالرحیمزی زیاتوي، چې محصلینو ته د پروژې فني ټکي له بشپړو جزئیانو سره ور وښودل شول او هغوی پر دې وتوانېدل چې خپلې تیوري زده کړې له عملي هغو سره پرتله کړي.

په ټوله کې د کاردان پوهنتون د انجنیري څانګې تخنیکي ټیم چې له محصلینو سره په دې لیدنه کې مل و دا د ټولو لپاره خورا ارزښتناکه او ګټوره لیدنه وبلله، چې کولای شي د محصلینو تجربو او پر ځان باور ته یو نوی رنګ ورکړي.