نېټه |
24 October, 2019 |
وخت |
2:30 PM - 4:30 PM |
ځای |
د تایمني څانګې د کنفرانسونو تالار |
شریک یې کړۍ |
|
کاردان پوهنتون، تل د یوې غونډې په ترڅ کې خپل هغه غوره محصلین، چې د یو سمسټر په لړ کې یې تر ټولو لوړې نمرې اخیستې وي؛ د تحصیلي بورسیو او ستاینلیکونو په ورکولو سره ستایي.
دا غونډه په کلني ډول دوه ځلي د هر سمسټر په پای کې د محصلینو د هڅونې او د هغوی د علمي لاسته راوړنو د نمانځنې په موخه د کاردان پوهنتون د مشرتابه پلاوي، استادانو، غوره محصلینو او د هغوی د کورنیو په ګډون جوړېږي.
دا دی یو ځل بیا د څه باندې ۹۰ تنو هغو محصلینو د ستاینې او هڅونې په موخه یاده غونډه جوړېږي، چې د ۱۳۹۸ کال په پسرلني سمسټر کې یې تر ټولو لوړې نمرې اخیستې دي.
دا پرتمینه غونډه د روان ۱۳۹۸ کال د لړم میاشتې په دویمه نېټه د تایمني څانګې د کنفرانسونو په تالار کې جوړېږي.