راتلونکي پروګرامونه

د آسیا زړه – استانبول پروسې په اړه روزنیز سیمینار

نېټه 10 October, 2020
وخت وروسته مالومېږي
ځای د تایمني څانګې د کنفرانسونو تالار
شریک یې کړۍ

د بهرنیو چارو وزارت د سیمه ییزو همکاریو عمومي ریاست د کاردان پوهنتون په همکارۍ د «افغانستان په بهرنۍ پالیسي کې سیمه ییزه همکاري: د آسیا زړه – استانبول پروسه» تر سرلیک لاندې روزنیز سیمینار جوړوي.

د آسیا زړه – استنابول پروسه د اقتصادي، امنیتي او سیاسي ډیالوګ له لارې د سیمه ییزو مسایلو د حل لپاره د ۲۰۱۱ کال له نومبر میاشتې راهیسې پیل شوې ده. د استانبول پروسې د افغانستان سولې او ثبات ته په پام د سیمه ییزو مسایلو په حل او د سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګې اچونې او زیربیناو د جوړېدو په برخه کې همکارۍ چټکې کړلې.

د کاردان پوهنتون د نړیوالو اړیکو د ماسټري پروګرام ټولو مینه والو محصلینو ته بلنه ورکوي، چې په دې مهم سیمینار کې برخه واخلي او له سیاسي متخصصینو څخه د یادې موضوع په تړاو مهم مالومات ترلاسه کړي.